ډونلډ ټرمپ ته د سعودي ۸۳ ور کړې ډالۍ

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د هېوادونو مشرانو ته ډالۍ ور کول نوې خبره نه ده.

کله چې پر ۱۹۵۴ کال د برتانیا لومړی وزیر وېنسټن چرچل د سعودي له پاچا عبدل عزیز ابن سعود سره ولیدل، سملاسي دا پته ورته ولګېده چې د سلو پونډو په ارزښت د عطرو ډالۍ یې د هغه څه پرتله د هیڅ برابره ده چې کوربه یې ده ته ور کوي.

ځکه د سعودي پاچا دغه برتانوي مېلمه ته د سرو توره، پېشکوزه، خنجر او د الماسو ګوتې ور کړې.

چرچل چې برتانیا ته ستون شو، د سعودي پاچا لپاره یې د رولز رایس موټر جوړولو امر وکړ او اووه میاشتو کې یې هغه موټر عبدل عزیز ته واستاوه.

دا مهال ښايي د هېوادونو مشران دومره ګرانبیه موټر او الوتکې په ډالۍ نه ور کوي، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه سند کې ویل شوي چې سعودي چارواکو ډونلډ ټرمپ ته ۸۳ ډالۍ ور کړې دي.

دا ډالۍ هغه وخت ور کړل شوې چې ډونلډ ټرمپ په مۍ میاشت کې ریاض ته لاړ و.

د ولسمشر ټرمپ ډالۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د هېوادونو د چارواکو ترمنځ ډالۍ ور کول نوې خبره نه ده.

سعودي چارواکو ډونلد ټرمپ ته څو تورې، خنجرې، له څرمنې جوړ توکي، د توپانجې تیکه، له سرو جوړ وسایل، ګلیبند، عطر، ورېښم او هنري اثار ډالۍ کړي دي.

د اربین بنسټ یو غړی علي شهابي وايي، دا ډالۍ ډېرې هیښوونکې هم نه دي.

"پخوا وختونو کې به خلیجي هېوادونو ګرانبیه ډالۍ ور کولې، ګرابنیه موټر، زېور او نور".

هغه وايي، اوس داسې نه ده، اوس ډالۍ د ځايي کلتور استازي کوي.

دا ډالۍ به له ټرمپ سره وي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سعودي چارواکي تسپې یا تسبیح هم ډونلډ ټرمپ ته په ډالۍ کې ور کوي.

د امریکا د قانون له مخې حکومتي چارواکی داسې ډالۍ له ځان سره ساتلی نه شي چې ارزښت یې له دریو سوو نوي ډالرو ډېر وي.

دا قانون پر ۱۹۹۹ کال هغه مهال جوړ شو چې د امریکا سیاستوالو ته د موټرو او اسانو په څېر ګرانبیه ډالۍ ور کول پیل شول.

دا ډول ګرانبیه ډالۍ د امریکا بهرنیو چارو وزارت یا موزیم کې نندارې ته وړاندې کېږي.

البته اړوند چارواکي یې د بازار په بیه بېرته اخیستلی شي.

ډالۍ بېرته په پیسو اخستل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

هېلري کېنټن هغه ډالۍ بېرته په پیسو واخیستله چې میانمار ور کړې وه.

له دې مخکې هم د امریکا سیاستوالو او مشرانو ته دا ډول ډالۍ ور کړل شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هېلري کلېنټن ته په خپل وخت کې د میانمار مشر داسې هار یا امېل ور کړی چې ارزښت یې ۹۷۰ ډالر و.

مېرمن کلېنټن دا توکی بېرته د باراز په بیه را نیو.

بارک اوباما ته د اس مجسمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سعوودي چارواکو بارک اوباما ته اس مجسمه ور کړې وه.

دا ډول بارک اوباما ته هم ډېرې ډالۍ ور کړل شوې دي.

د سعودي پاچا د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر کې باراک اوباما ته د اس بوت ولېږه.

له سپینو جوړې دغې مجسمې ته د سرو اوبه هم ور کړل شوې وې.

له الماسو، یاقوتو او نور ګرانبیه کاڼو سره ډکه شوې وه.

د یوه اټکل له مخې د دې مجسمې ارزښت له پنځو لکو ۲۳ زرو امریکايي ډالرو پورې رسېده.

اوباما ته د قطر اس مجسمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د سعودي عربستان شهزاده عبدالله بن عبدل عزیز د امریکا ولسمشر فورډ ته په واشنګټن کې ډالۍ ور کوي.

دا ډول د قطر امیر هم بارک اوباما ته داسې اس ور کړی و چې مرغه پر لګول شوی و.

دغه اس ته د سرو اوبه ور کړل شوې وې.

د دې اس بیه هم یو لک لس زره امریکايي ډالرو ته رسېدله.

سعودي ډونلډ ټرمپ ته هم داسې توره ور کړې چې لاستی یې د سورو دی او ارزښت یې ۸۷ زره ۹۰۰ ډالرو ته رسېږي.