له انلاين لارې د مچيو ساتنه

له انلاين لارې د مچيو ساتنه

که مو شات خوښ وي نو مچی به یې ساتی او په دې به هم سر ګرځوئ چې چیري دي او پر کومه تللي. مچی په ګلانو تر ګرځېدو وروسته هر وخت را ستنېږي خو ځینې وخت ورکې شي او دا معلومه نه شي چې چېرې ولاړې.

د بریتانیا په مانچسټر ښار کې د مچیو ساتونکو اوس ورته یوه نوې لار جوړه کړې دوی غواړی د انټرنېټ له لارې هره مچۍ وڅاري او په حال یې ځان خبر کړي.