اماراتو کې د نړۍ لومړۍ الوتونکې ټکسي

الوتونکې ټکسي د انځور حقوق khaleejtimes.com

اماراتۍ ورځپاڼه خلیج ټایمز لیکي چې پرون په دبۍ کې د نړۍ لومړۍ الوتونکې ټکسي له مخه پرده پورته شوه.

دا له لرې کنټرولیدونکي ټکسي چې په حقیقت کې یوه بې پيلوټه الوتکه ده . ورځپاڼه زیاتوي د پرانستنې مراسم د جمیرا بیچ پارک په سیمه کې ترسره شول او د دبۍ امارت ولیعهد هم په کې برخه اخسته وه.

دا الوتکه دوه تنه لیږولی شي او یوه جرمني شرکت جوړه کړې ده. چارواکو ویلي دا ګام د هغه هدف پرلور پرمختګ دی چې په پام کې ده دبۍ په نړۍ کې د ټکنالوژۍ د کارولو په برخه کې تر ټولو پرمختللی ښار وي.

د امریکا نیوادا کې د 'بې پیلوټه ټکسي' ازموینه

ورځپاڼې په خپله انټرنېټ پاڼه کې ددغې الوتکې ټکسي یوه ویډیو هم خپره کړې. الوتکه ښکاري چې د یوې اوسپنیزې دایرې په شاوخوا کې اتلس واړه څرخونه نصب شوي چې ټولو په یوه وخت کې په حرکت راځي او الوتنه کوي.

هندۍ ورځپاڼه دې هندو لیکي، له هنده د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس د درې ورځني رسمي پرمهال ښايي نوموړی افغانستان ته د هندي ځواکونو د استولو خبره هم مطرح کړي.

د انځور حقوق .
Image caption د افغانستان مساله له هندي چارواکو سره د ښاغلي مټیس د خبرو یوه له مهمو برخو ده.

ورځپاڼه د چارواکو له قوله زیاتوي د دواړو لوریو ترمنځ د پرمختللي پوځي تکنالوژۍ د راکړې ورکړې په برخه کې خبرې شوي ، خو د افغانستان مساله له هندي چارواکو سره د ښاغلي مټیس د خبرو یوه له مهمو برخو ده.

هندو زیاتوي د دغه سفرمهال به په سیمه کې د چین د نوې کړنلارې او دغه راز له پاکستانه راټوکیدونکې ترهګرۍ په اړه هم خبرې وشي.

ورځپاڼه ددغه سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سمندري ګډو تمریناتو د ترسره کولو د هوکړې خبر هم ورکوي چې پر بشري مرستو او ژغورنې عملیاتو به متمرکز وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي د سوریې د روانې شپږ کلنې جګړې پای که څه هم ډیر لرې ښکاري خو یو څه چې ددغې جګړې د لومړنۍ پایلې په توګه یادیدای شي هغه داده چې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر بشار الاسد تر پخوا اوس ډیر خوندي راتلونکی لري او په خپله چوکۍ ښايي پاتې شي.

ورځپاڼه زیاتوي د جګړې په ډګر کې اوس داسې څوک نه دي پاتې د بشار الاسد ځواکونو ته ماتې ورکړي، مخالفین کمزورې شوي او د ولسمشر ټرمپ ادارې د سي آی اې هغه پروګرام لغوه کړی چې له مخې یې مخالفینو ته وسلې ورکولې او د هغوی ملاتړ کېده. له بل لورې اسلامي دولت ډلې هم په سوریه کې خپل پیاوړي مرکزونه له لاسه ورکړي دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي سیمه ییز ځواکونه او خپله سوریایان داسې ښکاره کوي چې بشار الاسد د راتلونکې لپاره هم ولسمشر دی. د ده پلویانو د بریا خبرې کوي او حکومت هم د یوه ویجاړ شوي هېواد د بیارغونې هڅې پيل کړي دي. ورځپاڼه زیاتوي سوریې له ایران سره ددغه هېواد د بریښنا شبکې د بیارغولو تړون لاسلیک کړ.

د انځور حقوق .
Image caption د ورځپاڼې اشاره هغه انځور ته ده چې په ملګرو ملتونو کې د وینا پرمهال د پاکستان استازې مدیحه لودي د دې لپاره وښوده چې په کشمیر کې د هندي ځواکونو زور زیاتی په ډاګه کړي.

م.م. کې د هند پرضد، د پاکستان له خوا ښوول شوی عکس د فلسطینۍ نجلۍ دی

بریتانوۍ ورځپاڼه ډیلې میل لیکي چې دوه افغانان وروسته له هغه روغتون ته ورسول شول چې د یوې موټر وړونکې بیړۍ په یخچال کې په بې هوښۍ حالت کې وموندل شول. دغه بیړۍ له فرانسې ایرلنډ ته راتلله او دوی دواړو ځانونه په یخچال کې پټ کړي و چې ځانونو ته بریتانیا ته راورسوي.

ورځپاڼه زیاتوي دوی دیارلس ساعته په یخچال کې تېر کړي و او په یوه الوتکه کې له بیړۍ روغتون ته ورسول شول.

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان لیکي چې پاکستان هند ملامت کړی چې ګواکې د یوه انځور د قضیې په لویولو سره غواړي له هغو جرمونو د نړۍ پام بل لورته واړوي چې هندي ځواکونه یې په کشمیر کوي.

د ورځپاڼې اشاره هغه انځور ته ده چې په ملګرو ملتونو کې د وینا پرمهال د پاکستان استازې مدیحه لودي د دې لپاره وښوده چې په کشمیر کې د هندي ځواکونو زور زیاتی په ډاګه کړي. خو وروسته معلومه شوه چې دغه انځور د یوې ټپي فلسطینۍ نجلۍ و. د دغه انځور له امله په خواله رسنیو کې هم پر پاکستان ډیرې نیوکې او تبصرې وشوې.

اړونده مطالب

ورته مطالب