سعودي کې ښځې کوم کارونه نه شي کولای؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودیانې پخپل سر بانک کې اکونټ (ګڼون) نه شي پرانیستلی

د سعودي پاچا سلمان پر ښځو د موټر چلولو بندیز لیرې کولو فرمان صادر کړی، چې سر له راتلونکې جون میاشتې به عملي کېږي، خو لاهم په دې محافظه کاره هېواد کې ښځې ځینې کارونه نه شي کولای.

ځینې داسې کارونه دي چې ښځې یې د ترسره کولوا جازهله نارینه وو وغواړي:

د پاسپورت اخیستو غوښتنلیک

بهر ته سفر کول

واده کول

بانک کې اکونټ (ګڼون) پرانیستل

د مشخصو پروژو پیلول

د ځینو جراعي عملیاتو کول

له زندانه وتل

د سعودي عربستان د دولت له جوړېدا رایسې چې مشهور وهابي مذهب پکې رایج دی، په ځینو برخو کې د شریعت له مخې ډېره سختي کوي.

په ۱۹۷۹ کال د سخت دریځو له خوا د پاڅون په لړ کې شرعي قوانین لاپسې سخت کړل شول.

په دې سره منځني ختیځ کې سعودي عربستان د نر او ښځې ترمنځ د برابرښت له اړخه تر ټولو ډېر توپیري چلند کوونکی هېواد وګرځېد.

سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه

ایوانکا ټرمپ: سعودي کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه تاریخي ده

"یو سړی له دوو ښځو سره مساوي دی"

د سعودي نظام کې د سړو مشري تر سختو نیوکو لاندې راغلې، د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، په دې کار سره"لږکیو ښځو ته قوانین سخت کړل شوي چې د خپلو حقونو په اړه پرېکړې نه شي کولای. "

د سعودي قضايي نظام کې د ښځو ضد ښکاره توپیر چلند ښکاري. په دې هېواد کې د - ځینو نورو هېوادونو په شان د اسلامي شریعت په رڼا کې د یوه نارینه ګواهي د دوو ښځو له ګواهۍ سره برابره ده.

له طلاق وروسته ښځو ته ګرانه ده چې نارینه اوه کلن او ښځینه نهه کلنې لوڼې وپالي او روزنه یې وکړي. خو که ښځه نا مسلمانه وي، بیا نو خبره ډېره ورته ګرانېږي، په تېره بیا هغه چې نا سعودۍ په سعودي کې اوسېږي.

خو سعودي کې د ښځو اړوندو ځینو چارو کې د اټکل خلاف ډېر قیودات نه شته.

په ۲۰۱۵ کال ښځو ته د رای ورکولو حق ورکړل شو. تر ۱۵ کلنۍ پورې د نجونو او اولادونو زدکړه لازمي شوه او له پوهنتونونو د فارغېدونکو نجونو شمېر د نارینه وو پرتله ډېر شوی.

په سعودي کې ښځې د کاري ځواک ۱۶ سلنه جوړوي.

د جامو قوانین

دې مېرمنې دوه کاله وړاندې په لومړي ځل د ښځو ټاکنو کې رایه ورکړه د انځور حقوق Getty Images
Image caption دې مېرمنې دوه کاله وړاندې په لومړي ځل د ښځو ټاکنو کې رایه ورکړه

خو په کار کې ښځې د خپل ذوق مطابق جامې نه شي اغوستی، بلکې خپل ټول بدن باید پټ کړي، د نارینه وو کاري چاپېریال او یا هغو ځایونو کې چې نارینه یې ګوري، ښځې باید اوږد کمیس واغوندي. د ښځو ځینې ځانګړي ځایونه هم شته، لکه خرڅلاوځایونه او داسې نور، چې هلته ښځې د ښځو منځ کې خپل ټول بدن پټولو ته اړې نه دي.

خو کومې چې له دغو ځایونو بهر قوانین مراعات نه کړي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د خلکو له خوا تعقیبېږي.

خو ځینې استثناګانې هم شته، د بهرنیو ښځو لپاره د جامو برخه کې یوڅه ازادي شته.

د نورو هېوادونو ښځینه چارواکې او د سعودي د چارواکو مېرمنې اوږدو کمیسونو اغوستو ته نه دې اړې یا دا چې خپل سرونه پټ کړي، خو هغه ښځې چې د نورو کارونو لپاره سفر کوي، باید د هوايي ډګر تر پرېښودو وړاندې خپل سرونه او بدن پټ وساتي.

د ژوند په ډېرو نورو برخو کې هم ښځې ځینې نور ځانګړي ځایونه لري. لکه لامبوځایونه یا حمامونه او په هوټلونو کې د سپورت هغه مرکزونه چې بهرنیان پکې اوسېږي.

په نورو هېوادونو کې پر ښځو بندیزونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption میشل اوباما (ښۍ خوا ته) او میلانیا ټرمپ سعودي ته د سفر پرمهال اوږد لستوڼي لرونکي کمیسونه اغوستي وو، خو سرونه یې لوڅ وو

ډېر لږ هېوادونه شته چې د سعودي په شان د ښځو پروړاندې یې قوانین سخت کړي، خو ځینې هېوادونه شته چې پر ښځو یې ځینې فعالیتونه محدود کړي دي.

په چین کې د پوهنې وزارت ښځو ته د کان کینستنې، د تونلونو انجینرۍ لوستو او بحري چارو سبق ویلو اجازه نه ورکوي او وايي دا کار یې د ښځو د سلامتیا او درناوي په پار کړی.

اسرائیلو کې ښځې د مېړه له اجازې پرته طلاق نه شي اخیستی؛ ځکه چې هلته په دې اړه نظام پر دیني محکمو ولاړ دی.

په روسیه کې ځینې داسې چارې شته چې ښځې یې نه شي ترسره کولای: لکه ترکاڼۍ، د اوروژنې مبارزه، د اورګاډو او کوچنیو بېړیو چلول.

د اندونیزیا په یوه ښار کې ښځې بایسکل نه شي چلولی، بلکې د سړو تر شا پرې سپرېدلی شي.

په سودان کې ښځې چې د پرتوږ په اغوستو ان په درو وهل کېدای شي؛ ځکه چې د دوی په اند، دا "ناوړه جامه" ده.

ورته مطالب