د ګرځنده سینما نندارچیان
د هند کلیوالو سیمو کې له اوو لسیزو راهیسې د ګرځنده سینما دود شته. دغه سینماګانې د لویو لاریو له لارې له یوې سیمې بلې ته لېږدول کېږي.

د دغو سینماګانو فلمونه د لاس په وسیله ګرځېدونکي پروجیګټر له لارې ښوول کېږي. په لویو مذهبي او دودیزو میلو کې دغه ډول فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي. ویل کېږي چې اوس د نوې تکنالوژۍ له راتګ او ودې سره د د دغو سینماګانو د لیدونکو شمېر هم په لږېدو دی. مشهور هندي عکاس امیت شرما ۲۰۰۸ کال کې د ګرځنده سینما د مینه والو تصویرونو ټولول پیل کړل. دلته د هغه تصویرونه او د پروژې حال وینو.

امیت شرما وايي، ۲۰۰۸ کال کې د سینما صنعت مخ پر ځوړ و او یو په بل پسې سینماګانې ورانېدې، چې ځای یې مارکیټونو او یا د ډېرو پردو لرونکو ملټي پلیکس پيل شول. نوموړی وايي، هغه مهال مې له ملګري شریلي ابراهم سره یو ځای دګرځنډه سینما حال د تصویر په ژبه د وړاندې کولو هوډ وکړ.

موږ ته پر لویې پردې د فلم لیدو خوند هغه مهال معلوم شو، چې تر ونې لاندې مو له کلیوالو ماشومانو سره یو ځای فلم ولید، چې یوه سپین ږیري سړي یې په لاس پروجیکټر چلاوه.

زرګونه خلک د فلم لیدو ته ناست وو او موږ داسې محسوسول لکه د تېر وخت په سفر وتلي یو.

ژر وپوهېدو دا لوی نکل دی، چې تر اوسه ناویلی پاتې دی. دغو سینماګانو د مهاراشټر ایالت هغو سیمو ته هم فلمونه رسول، چې یا په کې سینما نه وه او یا ډېره لرې.

دا هم راته معلومه شوه، چې دغه کیسه یا لړۍ له اوو لسیزو راهیسې روانه ده.

دغه ډول سینما څښتنان چې په لویو لارو کې سترې کېږدۍ، په لویو قوطیو کې بند فلمي رولونه او داسې نور اړین توکي لېږدوی داسې مهال د خپل کاروبار په ژغورلو بوخت دي، چې خلک اوس په خپل شخصي ګرځنده ټیلیفون یا ډي وي ډي کې فلمونه کتل خوښوي. د سینما دغه دور نژدې دی، چې د تاریخ یوه برخه شي.

دغې موضوع اغېز راباندې وکړ، چې (د سینما ټرېولرز) په نوم مې مستند کړ او کانز فلم مېله کې یې ځانګړې جایزه تر لاسه کړه.

د هغو کلونو تجربې رازده کړل، چې سینما د بشري احساساتو ښایسته انځور دی او دا موږ له ټولو پولو ورهاخوا له یوه بل سره نژدې کوي. باوري یم چې د فلمونو په ننداره د بوختو دغو نندارچیانو تصویرونه به د نړۍ لر او بر کې د مینه والو د خوښۍ وړ شي او دغه ډول احساس یوازې د سینما محصول دی.
د امیت مدهیشا دغه تصویرونه د Galleryske په مرسته د ډیلي په PHOTOINK ګالرۍ کې نندارې ته ایښي دي.