افسانوي واده؛ یوې ښځې له ځان سره واده وکړ

د انځور حقوق Micaela Martini
Image caption وايي، لومړنۍ ایټالوۍ ده چې له ځان سره واده کوي.

یوې ایټالوۍ د ناوې په سپینو جامو کې، له درې پوړه کیک او ۷۰ مېلمنو ته په مېلمستیا ور کولو له ځان سره واده وکړ.

لورا میسي ۴۰ کلنه او د بدن جوړونې( باډي بیولډري) ښوونکې ده.

د خپل واده په هکله وايي: "زه باوري یم چې موږ هر یو اول باید له خپل ځان سره مینه ولرو. ستاسو پرته له شهزاده هم واده لرلی شئ".

دا ډول مراسم کومه قانوني بڼه نه لري.

مېرمن میسي د هغه زیاتېدونکي واده د بهیر یوه برخه ده چې په نړۍ کې "له ځان سره واده" پېژندل کېږي.

* سعودي کې ښځې کوم کارونه نه شي کولای؟

* ولې ښځې پر ټولنیزو رسنیو له دغه کس نه مرسته غواړي؟

د دې مراسمو پلویان وايي، موخه یې له ځان سره مینه او د ځان منل دي او د دې خبرې کول دي چې ټولنه تر ډېره داسې مېړه یا مېرمن غواړي چې واده شوي دي.

لورا میسي وايي، دوه کاله مخکې یې چې ۱۲ کلنه اړیکه خرابه شوه، نو دا فکر و رسره پیدا شو چې له ځان سره واده وکړي.

هغې لا رپوبلیکا ورځپاڼې ته ویلي: "ملګرو او کورنۍ ته مې وویل، چې که تر ۴۰ کلنۍ مې د ژوند ملګری پیدا نه کړ له ځان سره واده کوم".

"خوشاله به شم که یوه ورځ داسې مېړه پیدا کړم چې و رسره ښه راتلونکی ولرم، خو زما خوښي له ځان سره تړلې ده".

د انځور حقوق Micaela Martini

مېرمن میسي وايي، لومړنۍ ایټالوۍ مېرمن ده چې له ځان سره واده کوي.

په مۍ میاشت کې هم د نیلو روجییرو په نوم سړي په ناپل کې په مراسمو جوړولو سره له ځان سره واده وکړ.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې په جاپان کې د خلاصو( هغه ښځې چې مېړه نه لري) ښځو لپاره د واده مراسم پیل شوي دي.

* شهزادګۍ ډیانا د نړۍ شوخه مور

* میندوارې ښځې د څو کسانو خواړه وخوري؟

له ځان سره د واده کولو د لومړني رپوټ خبره ۱۹۹۳ کال ته رسېږي.

په امریکا کې د له ځان سره مې واده وکړ په نوم وېبپاڼه د دې مراسمو لپاره تیار وسایل لري.

په کاناډا کې د "ونکوور له ځان سره واده وکړه" په نوم اداره له یو کال راهیسې دا کار کوي.

دا اداره وايي، له ځان سره د واده کولو دلیل د لونډو کسانو زیاتوالی دی.

د انځور حقوق Micaela Martini