د کټلونيا ټولپوښتنه کې سلګونه کسان ټپيان شوي

اسپانیا په کټلونیا کې هغه مهال تاوتریخوالی را منځ ته شوی چې پولیسو هڅه وکړه د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه ودروي.

د پولیسو او رایه ورکوونکو تر منځ شخړه کې سلګونه کسان ټپیان شوي.

د دې هېواد چارواکو دغه ټول پوښتنه ناقانونه بللې او پولیسو ته یې امر كړی چې د رایو پاڼې ونیسي. په اسپانیا کې له ۷ کسانو یو یې په کټلونیا کې ژوند کوي، دوی خپله ژبه او کلتور لري او کور واکي دي اوس یې مشرانو د خپلواکۍ غږ پورته کړی.