د یوې پیالې بیه ۳۸ میلیونه ډالر

Nicolas Chow, Deputy Chairman of Sotheby's Asia International, holds a Ru Guanyao Brush Washer from the Northern Song Dynasty in Hong Kong on 3 October 2017. د انځور حقوق EPA
Image caption دغه لوښی اصلاً د برسونو پرېمنځلو لپاره جوړ شوی و

یوه پیاله چې ویل کېږي زر کلنه او خورا نایابه ده د ټیلیفون له لارې هانګ کانګ کې د ۳۸ میلیونو ډالرو بدل کې پلورل شوې ده.

هانګ کانګ کې د چین سانګ سلطنت د زمانې یوه پیاله د لیلام له لارې د ۳۸ میلیونو ډالرو بدل کې پلورل شوې ده.

دا د یوه چیني لوښي لپاره ریکارډ لوړه بیه بلل کېږي. د پیالې لیلامونکې ادارې 'سوتهبیز ' ویلي دغه خطاطي شوې پیاله له شلو دقیقو وروسته د ټیلیفون له لارې وپېرل شوه.

د پیالې پېردونکي غوښتي چې نوم یې باید افشا نه شي. د لیلامۍ پیل له لس اعشاریه دوو میلیونو ډالرو شوی و. د لیلامۍ ادارې د چینايي هنر برخې مشر نیکولاس چاو دغه پیاله 'فوق العادي بې نایابه ' بللې. هغه وايي:

''د دومره لوړې بیې تمه مو نه وه، خو موږ ته معلومه وه، چې د دې لپاره به سخته سیالي وشي.

د سانګ پاچاهۍ اړوند لوښې چې کله هم راځي تل یې د ترلاسه کولو لپاره سخته مقابله کېږي، ځکه دغه لرغوني توکي په اسانۍ ننه موندل کېږي او د چین رخامو یا سرامیکو په تاریخ کې دا هغه څه دي، چې په اړه یې خورا ډېرې خبرې کېږي او ستاینه یې کېږي.

داسې جعلي لوښي هم ډېر ګرځي، یعنی ما ته ډېر مهال برېښنا لیکونو کې ویل کېږي، چې، د دغې زمانې لوښی مو موندلی دی او داسې نورې خبرې، خو اصلاً یوازې څلور داسې توکي په میراث پاتې دي، چې شخصي ملکیت کې دي. ''

تر ټولو لوی نا تراشل شوی الماس پلور ته وړاندې کېږي

د قطر شهزادګۍ د هنري نړۍ تر ټولو بانفوذه شخصیت

د دغې پیالې له خرڅلاو سره د ۲۰۱۴ کال جوړ شوی ریکارډ مات شو، چې د مینګ پاچاهۍ اړوند د شرابو یوه پیاله پانګوال لیو یقیان د ۳۶ میلیونو ډالرو بدل کې پېرلې وه.

ښاغلی لیو چې یو مهال ټيکسي چلوونکی و، د چین له خورا شتمنو او د هنري توکو له ټولونکو کسانو یو دی.