د پاکستان کراچۍ د خوندي ښارونو د نوملړ پای کې

د انځور حقوق ASIF HASSAN/GETTYIMAGES
Image caption کراچۍ د دغه نوملړ پای کې ځای لري

د ۲۰۱۷ کال لپاره د نړۍ د خوندي ښارونو نوملړ کې چې ایکانومیسټ نومي اقتصادي خپرونه کې راغلی، د جاپان پلازمېنې توکیو نوم په لومړي سر کې دی.

له توکیو وروسته په ترتیب سره سنګاپور، د جاپان اوساکا، د کاناډا ټورنټو د نړۍ له ټولو ډېر خوندي ښارونه بلل شوي دي. دغه نوملړ کې د نړۍ ۶۰ ښارونه د 'ډیجیټال، اډانې، روغتیايي او شخصي ' معیارونو له مخې درجه بندي شوي دي.

د دغو معیارونو له مخې بېلو ښارونو ته له صفر نه تر سلو پورې نومرې ورکړل شوې دي او په پای کې د ټولو نومرو ټولګه د ښار امنیت کچه معلوموي. د دغه نوملړ پای د سویلي، سویل ختیځې اسیا، منځني ختیځ او افریقا یو شمېر ښارونو نیولی دی.

د پاکستان کراچۍ د میانمار رنګون(یانګون) د بنګله دېش ډاکا هغه ښارونه دي، چې د اکنومیسټ په دغه نوملړ کې یې تر ټولو لږ درجې موندلې او د نوملړ په پای کې یې نومونه راغلي دي.

د ژوند لپاره د نړۍ تر ټولو غوره ښار

ښارونه که ډنډونه؟

د اپریل ۲۲ د ځمکې نړیواله ورځ 'سمسور ښارونه'

د افغانستان سوریې او تاجکستان ښارونو د ۶۰ هېوادونو په دغه نوملړ کې ځای نه دی موندلی او د افغانستان د یوه بل ګاونډي ایران پلازمېنې تهران ته ۵۲ ځای ورکړل شوی دی.

د اکانومیسټ نومي اقتصادي اطلاعاتو مرکز د نړۍ لس غوره ښارونه په ختیځه اسیا، اسټرالیا او اروپا کې موقعیت لري. ډیجیټل امنیت د ښارونو ټولیزې ځېرکتیا، له نوې تکنالوژۍ ګټه اخیستنې او ډیجیټل خوندیتوب ته ویل کېږي، چې د احتمالي بریدونو یا ګډوډۍ پر مهال د ډیجیټل ګواښونو پر وړاندې د زیان اوښتو کچه څه ډول ده.

د انځور حقوق Adam Pretty/GETTYIMAGES
Image caption توکیو ته د نوملړ لومړي سر کې ځای ورکړل شوی دی

روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي کچه او د ښاري چاپېریال خوندیتوب څرنګوالی بل معیار دی. په ټوله کې د اډانې یا زیربنا خوندیتوب لکه د پلونو، سړکونو او ورته ودانیزو اډانو خوندیتوب هم یو معیار دی.

شخصي امنیت له جرمونو ښاري جنایتونو، وژنو او ترهګریزو بریدونو خوندیتوب ته ویل کېږي. رپوټ کې ویل شوي، چې د ۲۰۱۷ کال لپاره د خوندي ښارونو شاخص ښيي چې د پرمختللیو او پرمختګ کوونکو هېوادونو د ښارونو تر منځ پکې 'ژور امنیتي درز ' رامنځته شوی دی.