زرګونه سومالیایان د ولسمشر په ګډون د موګادېشو بریدګرو خلاف احتجاج ته وتلي

موګادېشو د انځور حقوق AFP
Image caption له هغه مخکې چې احتجاجي غونډې ته د دغه هېواد ولسمشر، لومړی وزیر او د موګادېشو ښاروال ورسېږي، ګډونوالو د الشباب وسله والې ډلې پر ضد شعارونه ورکول.

د سومالیا موګادېشو کې ښاریانو، ښځو، نارینه وو، د امنیتي ځواکونو افسرانو او ان حکومتي چارواکو تر سرونو د سره رنګه ټوکر یوه ټوټه تړلې او په ښار کې د هغې خونړۍ بمې چاودنې خلاف احتجاج وکړ، چې سلګونو کسانو ته په کې مرګژوبله واوښته.

د ښار مرکزي لوبغالي ته څېرمه د احتجاج یوې ګډونوالې پېغلې وویل:

''د سره ټوکر رنګ د هغو خلکو د وینې سمبول دی، چې په لارۍ بم چاودنه کې ووژل شول. ''

یوه بله ګډونواله، چې پر حجاب سربېره یې د سره رنګ ټوټه تړلې وايي:

''که د سومالیا خلک یو موټی شي هر څه ته ماتې ورکولای شي. ''

له هغه مخکې چې احتجاجي غونډې ته د دغه هېواد ولسمشر، لومړی وزیر او د موګادېشو ښاروال ورسېږي، ګډونوالو د الشباب وسله والې ډلې پر ضد شعارونه ورکول. له دې مخکې له هېڅ بمي چاودنې وروسته د زرګونو په شمېر خلک د احتجاج لپاره نه وو یو ځای شوي.

له دې مخکې د کوچنیو ډلو له لوري دغسې مهال احتجاج کېده، خو د الشباب ډلې د برید له وېرې دومره ډېر خلک نه یو ځای کېدل.

دغه احتجاج، د شنبې ورځې چاودنې ځای کې اړودوړ له لیدو ګومان کېږي، چې موګاد ېشو کې حالت بدل شوی او د وېرې حالت پر غوسه او تاوتریخوالي اوښتی دی. له دې کبله دغه چاودنه له نورو بېله ده او له همدې کبله د بدلون پیلامه بلل کېدای شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption له دې مخکې د کوچنیو ډلو له لوري دغسې مهال احتجاج کېده، خو د الشباب ډلې د برید له وېرې دومره ډېر خلک نه یو ځای کېدل.

د سومالیا ولسمشر محمد عبدالحی وايي:

''الشباب د ۱۰ کسانو له وژلو پیل وکړ، موږ غلي وو، دوی ۲۰ ووژل او بیا یې ۱۰۰ ووژل او اوس یې ۳۰۰ بې ګناه سومالیایان ووژل. موږ غواړو دوی ته (الشباب ته) ووایو، چې له نن ورځې وروسته موږ ټول پوځیان یو او په تاسې پسې به راځو. موږ به نور د هېڅ یوه سومالي هلک یا نجلۍ وژل کېدل و نه زغمو. موږ به له دغه بېرغه دفاع کوو. ''

خو د چاودنې ځای ته نژدې د ډزو غږونه ښايي د خلکو د احساساتو لا پیاوړې نښه وه. ډزې وشوې، تېږې ووېشتل شوې، خلک ووژل شول او د خلکو له پارېدلو احساساتو او د دغه پارېدلو خلکو کنترول لپاره د یوازې څو افسرانو له شتوالي پرته یې بله هېڅ وجه نه وه.

سومالیا: درنې چاودنې پلازمېنه کې لسګونه کسان وژلي

د موګاديشو ځانمرګی بريدګر 'د پارلمان پخوانی غړی و'

"د سوماليا پوځي اډې بريد کې لږ ترلږه ۱۸۰ پوځيان وژل شوي وو"

دغه احساسات سمه لارښوونه غواړي، چې د الشباب پر ځای د حکومت او امنیتي ځواکونو پر ضد لاریون ته بدل نه شي، چې ګواکې د بریدونو مخنیوی یې نه دی کړی.

ښايي د وژل شویو ملکي کسانو شمېر ته په کتو سره الشباب نه دي ویلي، چې دغه برید دوی کړی دی.

د چاودنې سیمه کي ۵ نومېږي او داسې باور کېږي، چې دغه ځای د بریدګر هدف نه و. پوځي سرچینې وايي، لارۍ کې تر وریجو او د کورني استعمال تر نورو ورته توکو لاندې باروت ځای پر ځای شوي وو او ګاډی له یو شمېر کوچنیو امنیتي پوستو تېر شوی و.

د انځور حقوق Reuters

کله چې کیلومتر ۶ سیمې ته ګاډی رسېدلی و، امنیتي ځواکونو ته مشکوک ښکاره شوی و او درېدو هڅه یې شوې وه، خو چلوونکي باروتو ته چاودنه ورکړې وه. د بریدګر ګاډي په څنګ کې د تېلو لېږدونکی ډک ټانکر د تلفاتو ډېرېدو سبب بلل کېږي.

دغه چاودنه د موګادېشو تر ټولو ډېرې له ګڼې ګوڼې ډکې څلور لارې کې داسې مهال وشوه، چې د اونۍ د بل هر مهال پرتله په کې ډېره ګڼه ګوڼه وي. امنیتي ځواکونه دا یو هدفي برید نه بولي.

له دې مخکې د الشباب ډلې د ډېری بریدونو تکتیک داسې لیدل شوی، چې مخکې د ننوتلو لار د یوې کوچنې چاودنې له لارې پرانیستل کېږي او وروسته د درانه زیان اړولو لپاره لویه چاودنه کېږي.

دغه قضیه کې د یوې بلې کوچنۍ چاودنې مخه ونیول شوه او د موټر چلوونکی له چاودنې څو شېبې مخکې ونیول شو. ویل کېږي دغه ډرېور د الشباب ډلې غړی دی او مخکې یې یوه لویه چاودنه کې لاس درلود.

د انځور حقوق Reuters
Image caption چاودنې یوه نژدې ودانۍ نړولې وه

په ورته مهال یوه بله چاودنه هم وشوه، چې په اړه یې ډېر معلومات خپاره نه شول، خو د ځینو په ګومان ښايي د بریدونو د همدغه پلان برخه وه. تمه کېږي امنیتي ځواکونه به د چاودنې په اړه او د الشباب د نورو بریدونو مخنیوي د هڅو په اړه نور معلومات خپاره کړي.

د سرو رویمالونو لرونکو په منځ کې د یوه سړي خبرې د حالت خورا رښتینی تصویر ته ورته معلومېدې، هغه ویل: موږ د دې خلکو مخه نه شو نیولای، ځکه دوی زموږ په منځ کې ژوند کوي، یوازي خدای تعالی کولای شي مخه یې ونیسي.

اړونده مطالب