"د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا ستراتیژي د هند لپاره فرصت دی"

هندوستان ټایمز:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر د هند لومړي وزیر سره.

هندوستان ټایمز لیکي د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا نوې کړنلاره د هند لپاره یو فرصت دی.

د ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي یو شمیر څیړونکو په لندن کې د دغې کړنلارې په اړه یوه سیمینار کې خبرې وکړې.

د سیمینار ځینې ګډونوال په دې نظر و، دا چې د امریکا په غوښتنه هند په افغانستان کې خپله ښکیلتیا پراخوي، نو دا په دې معنی ده چې د هند راتلونکی رول په افغانستان کې یو ډول رواتوب پيدا کوي.

ورځپاڼه وايي ځینې څیړونکي په دې نظر دي چې دغه نوی رول هند ته دا فرصت په لاس ورکوي چې په سیمه کې خپله کړنلاره په زغرده تعقیب کړي.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي د سي ای اې مشر مایک پمپیو وايي استخباراتي ادارې دې پایلې ته رسیدلې چې د امریکا د تېرکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه په هغه کچه نه وه چې د ټاکنو پر پایلو اغیز وکړي.

خو ورځپاڼه د ښاغلي پمپیو دې اندېښنې ته هم اشاره کوي چې وايي راتلونکې کې هم د امریکا په ټاکنیز بهیر کې د لاسوهنې د هڅو امکان شته ، البته نه یوازې د روسیې لخوا بلکې د نورو هېوادونو له خوا هم دا امکان شته چې دا ډول هڅې وشي.

ډان:

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان لیکي د بې پيلوټه الوتکو په یوه تازه برید کې څلور تنه وسله وال وژل شوي.

ورځپاڼه د پاکستاني امنیتي چارواکو په حواله زیاتوي دغه برید ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ولایت اړوند یوه سیمه کې شوی.

دغو چارواکو ویلي الوتکې د وسله والو په یوه مرکز دوه راکټونه توغولي دي. دا چې دغه وسله والو څوک و او د کومې ډلې و په دې اړه څه نه دي ویل شوي. ورځپاڼه زیاتوي د امریکا او پاکستان پر اړیکو ددغو بریدونو د اغیز په اړه څه ویل له وخته وړاندې ده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته یو ماشوم په نښه شوی ځای ګوري. په دغه برید کې د حقاني شبکې وسلوال په نښه شوي وو.

الراي الیوم:

عربي ورځپاڼو د امریکا او ایران ترمنځ اړیکو او وروستیو لانجې ته چې د اتومي پروګرام پر سر یې نوی لوری موندلی بیلابیل مطالب خپاره کړي.

له لندنه د خپرېدونکې ورځپاڼې الراي الیوم د یوه مطلب لیکوال په دې نظر دی چې په سیمه کې د امریکا او ایران اړیکي ستراتیژيکه بڼه او ګډې ګټې لري.

لیکوال استدلال کوي د دغې ملګرتیا ښه نښه په عراق او افغانستان کې له امریکا سره د ایران مرسته ده چې د امریکا د بریدونو پرمهال یې وکړه.

ډیلي ټلیګراف په خپله سرمقاله کې وړاندېز کوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې چارې دې هغه ارګان ته وسپارل شي چې د برتانوي ایف بي ای په نوم یادیږي او یا دې له ایم ای ۵ سره اړوند یوې ادارې ته وسپارل شي.

ورځپاڼه ځکه دغه وړاندیز کوي چې برتانیا کې اوس ترهګریز بریدونه زیات شوی دي.

د ورځپاڼې بل دلیل دا دی چې په دې کار سره به پولیس خپلې اصلي دندې یعني د جنايي جرمونو ته تعقیب ته وزګار شي.