امریکا: عراق کې جګړه ختمه ده، ایراني وسلوال دې ستانه شي

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سعودي پاچا سره.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، په عراق کې جګړه ختمه ده او د ایران هغه وسلوال دې کورونو ته ستانه شي، چې دغه هېواد کې د اسلامي دولت پرضد جنګېدل.

د رېکس ټېلرسن دا وینا پر خلیجي هېوادونو د ایران د اغېز کمولو لپاره د امریکا یوه بله هڅه بلل کېږي.

له سعودي سیال سره په لنډه خبرغونډه کې هغه زیاته کړه، چې د نورو هېوادونو شېعه وسلوال هم باید له عراق ستانه شي.

"په عراق کې د ایران جنګیالیو ته ستنېدل پکار دي، پر دې سربېره د نورو هېوادونو وسلوالو ته - چې په عراق کې دي- ستنېدل پکار دي، په دې ډول به عراق پر هغو سیمو کنټرول ولري، چې له اسلامي دولت ازادې شوې دي، بهرني وسلوال دې ستانه شي چې په دې سره عراقيان هلته استوګن شي".

یوه امریکايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، رېکس ټېلرسن غواړي چې عراقي شیعه ملېشې یا عراقي پوځ کې ګډې شي یا خپلې وسلې وغورځوي او خپل ملاتړي هېواد ایران ته ستنې شي.

* ټرمپ: ایران 'ډېر بې ادبه' شوی دی

* ټرمپ: ایران له اور سره لوبې کوي

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، که شیعه ملېشې نه وی، اوس به اسلامي دولت پر عراق او مصر واکمن و.

جواد ظریف په یوه ټوېټ کې پوښتنه کړې: "هغه کوم هېواد دی چې د اسلامي دولت د ستنېدلو پر مهال د عراقیانو د کورونو ساتلو ته ودرېد؟"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران تر ټولو پیاوړي ځواکونه سپاه پاسدران تورن کړل چې سیمه یې له منځه وړلو سره مخ کړې ده.

نوموړي له اروپايانو هم وغوښتل چې د ایران پرضد د امریکا له بندیزونو سره یو ځای شي.

خو د امریکا ولسمشر وايي، له ایران سره د اروپایانو پر سوداګرۍ اعتراض نه لري.

ډونلډ ټرمپ له فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي، له ایران سره د مقابلې لپاره اروپایانو ته اړتیا نه لري.

د ریاض او بغداد همکاري ډرېدل

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له امریکايي سیال سره.

ښاغلي ټېلرسن او عادل جبیر د داسې رول خبره هم وکړه چې سعودي عربستان یې په عراق کې د داعش له منګلو ازادو شویو سیمو کې لوبولی شي.

په بیروت کې د بي بي سي خبریال مهرداد فرهمند وايي، دا خبرې د سعودي عربستان لپاره د یوه ګټور اقتصادي قلمرو رامنځ ته کول دي چې له مخې یې ریاض د عراق په سنيګره سیمه کې سیاسي نفوذ ډېرولی او د ایران په مقابل کې خپل نفوذ پیدا کولی شي.

په ورته مهال د سعودي هوايي کرښې لوی مشر صالح جاسر وايي، دا شرکت راتلونکې دوشنه( د اکتوبر ۳۰) له ۲۷ کلونو وروسته عراق ته الوتنې پیلوي.

د هغه په خبره، سعودي هوايي کرښه به ورځانه دوه الوتنې ولري.

* "امریکا عراق، ایران ته ور سپارلی"

* "امریکا پر ایران او حزب الله مالي بندیزونه لګوي"

بغداد ته د الوتنو د پیلولو خبره ریاض ته د عراق د لومړي وزیر له سفر سره هممهاله ده.

حیدر عبادي په دغه سفر کې د سعودي له پاچا سره داسې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د همکارۍ لپاره شورا جوړېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د عراق د لومړي وزیر په هکله وویل، چې حیدر عبادي پر خپل هېواد او پوځي چارو بشپړ واکمن دی:

"هغه خپل قانوني مسوولیت پېژني، زه هیله من یم چې له کورد وسلوالو سره د اساسي قانون له مخې چلند وکړي".

تېره چهارشنبه په لومړي ځل سعودي هوايي کرښې ریاض ته په تللو سره خپلې الوتنې پیل کړ.

د ټېلرسن د سفر موخې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سعودي عربستان وروسته قطر ته لاړ او بیا به هند ته روانېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سعودي له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره تر لیدني وروسته وویل، داسې ښکاري چې ریاض او دوحه د خبرو لپاره تیار نه دي.

په واشنګټن کې شنونکي فکر نه کوي چې ښاغلی ټېلرسن په دغه سفر سره په سیمه کې د قطر ستونزې کمې کړي.

د عربي نړۍ د چارو شنونکي حسن هاشمیان بي بي سي ته وویل، دا سفر ممکن د عراق او سعودي عربستان خپلمنځي اقتصادي هکاري ډېره کړي:

"خو ګرانه ده چې د تهران او بغداد ترمنځ د واټن زیاتېدلو سبب شي".

* په ایران کې د افغان زدکوونکو ښوونځی تړل کېږي

* افغانستان: ایران دې د سوریې جګړې ته افغان کډوال نه لېږي

له دې سفر مخکې د سعودي عربستان د تېلو وزیر خالد فالح عراق ته په تللو سره د بغداد او ریاض ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د زیاتولو غوښتنه وکړه.

نوموړی د سعودي عربستان لومړنی چارواکی و چې له څو لسیزو وروسته یې په عراق کې عمومي وینا درلوده.

سعودي عربستان او بغداد چې د تېلو صادروونکو یا اوپک هېوادونو مهم غړي دي، له ۱۹۹۰ کال را هیسې او پر کویت د عراق له برید وروسته کړکېچن اړیکي لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ریاض کې د عراق له لومړي وزیر سره هم وکتل.

ورته مطالب