"اسلام اباد د واشنګټن او نوې ډيلي پر پراخېدونکو اړیکو سخت اندېښمن دی"

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستاني چارواکي به په دې اړه د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره په نننۍ لیدنه کې خبرې وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې اسلام اباد د واشنګټن او نوې ډيلي پر پراخېدونکو اړیکو سخت اندېښمن دی.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلی ټېلرسن به له پاکستاني چارواکو سره پر دې غږېږي چې څرنګه د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د دولت وسلوالو مخالفانو ملاتړ بندېدلی شي.

دی به له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د پاکستاني پوځ له مشرانو سره ګوري، او له دوی به غوښتنه کوي چې د پاکستان پر خاوره د طالبانو او حقاني شبکې پټنځي له منځه یوسي.

خو پاکستان ښایي د واشنګټن او نوې ډيلي د تازه اړیکو او همکاریو په اړه ځیني پوښتنې ولري.

نیویارک ټایمز وایي چې امریکا او پاکستان دوه پخواني متحدین دي او په خاصه توګه د سړې جګړې په کلونو کې یو بل ته ډېر نږدې وو، خو په تېرو څو کلونو کې اسلام اباد د امریکایي مشرانو پر وړاندې خپل باور له لاسه ورکړی او له همدې کبله هند امریکا ته ورنږدې شوی دی.

ورځپاڼه د پاکستان د کابینې د یو وزیر خبره کټ مټ را اخلي. هغه وایي چې د پاکستان او افغانستان په قضیه کې د هند را شاملول داسې دي لکه پر اور تېل شیندل.

دی وایي چې د پاکستان له نظره، هند په افغانستان کې هېڅ رول نه لري.

ایکسپرېس ټریبیون:

بل لور ته د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه هم پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د ننني سفر په اړه مطلب لري.

ورځپاڼه لیکي له هغه وروسته چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سویلي اسیا او افغانستان لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړې، دا به اسلام اباد ته د یو جګپوړي امریکاي چارواکي لومړی سفر وي.

ورځپاڼه لیکي، ډېری شنونکي په دې باور دي چې ښاغلی ټېلرسن به پاکستاني مشرانو ته سپینې او سختې خبرې کوي او ترېنه به غواړي چې پر خپله خاوره ترهګرې ډلې وځپي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي بیا د دې سفر په اړه ډېره هیله مندي ښودلی.

دی وایي چې د ورځې په کتنو کې به دواړه خواوې هڅه کوي چې بې خونده خپلمنځي اړیکي بیا سمې لارې ته برابر کړي.

ورځپاڼه د همدې چارواکي له قوله لیکي چې امریکایان له پاکستانه ډېر خوښ دي چې د یوې امریکایي مېرمنې او د هغه د خاوند او ماشومانو په خلاصون کې یې څو ورځې وړاندې مرسته وکړه.

دی مني چې د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د پاکستان په اړه د امریکایي چارواکو لهجه سخته وه، خو اوس دواړه خواوې خبرې کوي او یو بل ته غوږ ږدي.

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images

او د برېتانیا ګارډین ورځپاڼه په سوریه کې د هغو ماشومانو په اړه یو مطلب لري چې له ډېرې مودې راهیسې په جګړه کې ایسار دي او د خواړو د کمښت له کبله د مرګ په خوله کې پراته دي.

تېره ورځ اې اېف پي خبري اژانس د پلازمېنې دمشق په یوه برخه کې اخیستل شوي یو شمېر انځورونه خپاره کړل.

په دې انځورونو کې یو شمېر سوري ماشومان ښودل شوي چې روغتیایي وضعیت یې بیخي خراب دی او د خواړو د نشت له کبله یې وزن دومره کم شوی دی چې وروستۍ سلګۍ وهي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي چې دا انځورونه ځوروونکي دي او یو ځل بیا خلکو ته د دې بې وزله ماشومانو برخلیک ور په زړه کوي.

ورځپاڼه لیکي په ټوله سوریه کې کابو درې نیم میلیونه وګړي په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو کلابند کړې دي.

د دې سیمې خلک که له یوې خوا له دوامدارې جګړې او مرګ سره مخ دي نو له بلې خوا یې لوږه او تنده وژني.