'ډېرې پاکستانۍ ځوانې نجونې د تي پر سرطان اخته کېږي'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د تي سرطان نښو په اړه ۱۲ مهم ټکي

د دوشنبې پر ورځ د اسلام اباد فیصل جومات له دې کبله له ګلابي رنګونو ډک شو، چې د تي سرطان په هکله عامه پوهای ډېر شي.

عمر افتاب چې پاکستان کې د تي سرطان خلاف مبارزې تنظیم (پینک ریبن) مشر دی وايي، اسیا کې د تي سرطان لړ کې پاکستان تر ټولو مخکې دی.

ښاغلی افتاب وايي له نهو پاکستانیو یوه ښځه د تي پر سرطان د اخته کېدو له خطر سره مخامخ ده.

د دې شمېرو معانا دا ده، چې ۱۲ میلیونه پاکستانۍ ښځې له دغه خطر سره مخامخ دي، چې دغه شمېر د پلازمېنې اسلام اباد له ټولټال نفوسه هم ډېر دی.

د عمر افتاب په وینا دوی له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې دې لړ کې مبارزه کوي.

دغه سازمان د عامه پوهاوي لپاره پر فیصل جومات ګلابي رنګه څراغونه ځوړند کړي وو. دوی وايي، دا د سرطان له ډولونو لومړنی هغه دی، چې ژر یې تشخیص کېدای شي او علامې یې بهرنی بڼه لري:

''له بده مرغه زموږ ټولنه کې د تي سرطان له جنیست سره تړل کېږي. لومړی خو که کومه ښځه پرې پوه هم شي، چا ته نه وايي او پټوي یې او که خپلوانو ته هم ووايي، د شرم موضوع بلل کېږي او درملنې ته یې ژر زړه نه ښه کوي، خو کله چې سرطان پرمختګ کوي، بیا یې درملنه ډېره ګرانه شي. ''

د دوشنبې پر ورځ د اسلام اباد فیصل جومات کمپاین کوونکو پر ګلابي رڼاګانو رنګولی و
Image caption اسلام اباد کې د فیصل جومات

عمر افتاب وايي د عمر له ډېرېدو سره د تیونو سرطان خطر ډېرېږي.

هغه وايي، لس کاله مخکې ایله دوه اعشاریه درې سلنه ښځو په لومړي سر کې د تي سرطان په اړه ډاکټرانو سره مشوره کوله او اوس هم دغه شمېر له ۱۰ سلنې لږ دی. ښاغلی افتاب وايي:

''پاکستان کې اوس ډېره خواشینونکې خبره دا ده، چې دغه ډول سرطان ځوانو نجونو کې ډېر لیدل کېږي. له ځوانو نجونو هدف د ۱۸ او ۲۰ کلنۍ د عمرونو تر منځ نجونې دي. دغه عمر کې د تیونو سرطان له کبله د مړینې خطر هم دېر وي. ''

هغه وايي، دا هم ګرانه ده، چې معلومه شي څومره پاکستانۍ پېغلې د تي پر سرطان اخته کېږي او یا اخته شوې، ځکه حکومت داسې کومې شمېرې نه ساتي.

نوموړی زیاتوي له حکومته مو غوښتي دي، چې دې لړ کې شمېرې راټولې کړي، چې معلومه شي د عمر کومه برخه کې داسې خطر ډېرېږي یا کوم ډول سرطان خطر ډېر دی، چې د مخنیوي لپاره یې هلې ځلې وشي.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف مېرمن سرطان لري

د سرطان درملنه کې د سروزرو کارولو رول

ښاغلی افتاب وايي، د نړۍ ځینې هېوادونو کې د تیونو سرطان ناروغانې د پاکستان پرتله ډېرې دي، خو پاکستان کې بیا د دغې ناروغۍ له کبله د مړینې کچه ډېره ده:

''پاکستان کې هر کاله ۴۰ زره ښځې د تي سرطان له کبله مري، خو دا شمېر له اصلي شمېره لږ ښکاري، ځکه موږ کره شمېرې نه لرو ''.

نوموړی زیاتوي دوی د دې لپاره د عامه پوهاوي کمپاین کوي، چې ښځې پوه شي، د دغې ناروغۍ علامې پېژندل اسان دي او که ناروغي یې په لومړي سر کې تشخیص شي درملنه یې ګران بیه نه دی.

د نسرین بي بي کیسه د هغې له خولې

د انځور حقوق SPL

''یو کال مخکې مې د ټټر ښي اړخ درد کاوه. مور، میړه او خویندو ته مې وویل، ټولو ویل ډاکټرانو پسې مه ګرځه، پیر بابا ته ورشه دم، تعویذ به درته وکړي، ښه به شې. پیر بابا ته ورغلم. درد نه کمېده، یوې خپلوانې راته وویل باید ډاکټر ته ورشم.

د هغې مې ومنله او ډاکتر ته ورغلم. ډاکټر راته وویل، د تیونو پر سرطان اخته یې او ډېره ناوخته راغلې یې.

ډاکټر دا هم راته وویل، دغه مرحله کې سرطان په خورا چټکۍ سره خپریږي. اوس مې کېموتراپي کېږي، د سر ویښته مې توی شوي دي او په هنداره کې ځان ته نه شم کتلای.

کاشکې پیر بابا ته نه وای ورغلې. باید د تیونو سرطان ته هم د نورو سرطانونو په نظر وکتل شي او د شرم لامل و نه بلل شي. ''

اړونده مطالب

ورته مطالب