کېټلن کولمن: له یوه کال راهیسې پاکستان کې ساتل کېدم

مېرمن کولمین د انځور حقوق Reuters

امریکایۍ مېرمن کېټلن کولمین، چې له یرغمل کېدو پنځه کاله وروسته د اکتوبر پر ۱۱ مه پاکستان کې د حقاني شبکې له زندانه راخوشې کړل شوه، وايي هغسې چې ویل کېږي، د خوشې کېدو پر ورځ پاکستان ته نه وه رسېدلې، بلکې له یوه کال راهیسې دغه هېواد کې له کورنۍ سره ساتل کېده.

نوموړې ټورنټو سټار ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، ځکه پټه خوله نه شي پاتې کېدای، چې د نیول کېدو او خوشې کېدو په اړه یې ضد او نقیض ادعاوې کېږي. هغه وايي:

''دا مهال هر یو پر نورو تورونه پورې کوي او دروغ ادعاوې کوي. پاکستانیان وايي موږ پاکستان کې هېڅکله نه یو ساتل شوي، بلکې پر هغه ورځ پاکستان ته ورسېدو، چې راخوشي کړل شو، امریکایان وايي، چې موږ له لومړۍ ورځې پاکستان کې ساتل شوي وو او مسوول پاکستان دی، خو دا دواړه خبرې دروغ دي. ''

مېرمن کولمن د اکتوبر پر ۱۱ په ډراماتیک ډول پاکستان کې د پوځي عملیاتو پایله کې له راخوشې کېدو ۱۲ ورځې وروسته د خپلې کورنۍ یرغمل کېدو پېښې په اړه غږېدلې.

د اکتوبر پر ۱۲ د پاکستاني پوځ له لوري خپرې شوې يوې وينا پاڼه کې راغلي و چې يو کاناډايي تبعه، د هغه امريکايۍ مېرمن او درې ماشومان يې د ترهگرو له بنده آزاد کړي دي.

نوموړې هغه ادعا په کلکه رد کړې، چې پاکستان ته له رسېدو سره سم راخوشي کړل شول:

''موږ پر هغه ورځ پاکستان ته نه وروستل کېدو، بلکې له هغې ورځې پوره یو کال مخکې پاکستان ته راوړل شوي وو. ''

مېرمن کولمن عیسوي مذهبه ده، خو کاناډا ته له رسېدو وروسته هم حجاب کوي او په دغه مرکه کې یې هم حجاب کړی و. کله چې له هغې نه د ټیکري پرسرولو یا حجاب کولو په تړاو پوښتنه وشوه، له ځواب ورکولو یې ډډه وکړه.

دغه راز کله چې له هغې وپوښتل شول، چې مسلمانه شوې خو نه یې، له ځواب ورکولو یې انکار وکړ او یوازې دومره یې وویل:

'نو کمنټ 'هېڅ نه وایم '

سي ای اې: تښتول شوې کورنۍ پنځه کاله پاکستان کې ساتل شوې '

خوشي شوي کاناډايي افغانستان کې څه کول؟

طالبانو د ژغورل شوي کاناډايي تورونه رد کړل '

مېرمن کولمن د تښتول کېدو ټوله کیسه تېره نه کړه، خو په ډېر باور یې وویل، چې افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو کې ساتل کېدل.

مېرمن کولمن د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې د افغانستان میدان وردګ ولایت کې تښتول شوې وه.د تښتول کېدو پر مهال نوموړې مېندواره وه.

کاناډا ته له رسېدو وروسته د نوموړې ۳۴ کلن کاناډايي مېړه جوشوا بویل ادعا وکړه، چې پر مېرمن یې جنسي تېری شوی و او یوه ماشومه یې وژل شوي وه.

کولمن ویلي و، د ماشومانو مخکې پرې تېری شوی و.

هغې ویلي مېړه یې په حقاني شبکه کې له ګډون کولو انکار کړی و او له دې کبله یې حمل په زور ضایع کړل شو.

طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې د دغې جوړې هغه تورونه رد کړي، چې وايي د حقاني شبکې وسله والو یې لور وژلې او پر مېرمنې یې جنسي تېری کړی.

طالبانو په یوه خبر پاڼه کې ویلي و، د جاشوا بویل نازیږېدلې لور د روغتیايي ستونزو له کبله ضایع شوې ده.

دوی وايي، دغه کاناډایۍ جوړه له نیول کېدا تر خوشي کېدو پورې 'د څو دقیقو لپاره هم له یو بل څخه نه دي جلا شوي'.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مېرمن کولمین وايي، مېړه یې په حقاني شبکه کې له ګډون کولو انکار کړی و او له دې کبله یې حمل په زور ضایع کړل شو.

د کولمن په وینا وروسته یې دوه ځله خپله مېندواري پټه ساتلې او د ماشومانو زېږېدو پر مهال یې مېړه د بتۍ په رڼا کې ورسره مرسته کړې ده. نوموړې وايي د ماشوم زېږېدو ټول درد او کړاو یې په پټه خوله ګاللي دي.

د اوټاوا ماشومانو روغتون مخې ته د مرکې پر مهال د مېرمن کولمن تر ټولو کوچنۍ لور د هغې غېږ کې کراره ویده وه.

د هغې درېیو ماشومانو او خپله د مېرمن کولمن درملنه کېږي او ډاکټرانو ویلي روغتیا یې مخ پر ښه کېدو ده. نوموړې ویلي، تل یې ارمان دا و، چې لویه کورنۍ او ډېر ماشومان ولري.

ورته مطالب