د پاکستان بهرنیو چارو وزیر: طالبان نور د دوی خاورې ته اړتیا نه لري

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د امریکا او پاکستان تر منځ باور کول به وخت ونیسي

بي بي سي سره په مرکه کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د طالبانو خوندي پټنځایونو سره د دوی تماس رد کړ او زیاته یې کړه چې طالبان اوس د پاکستان خاورې ته اړتیا نه لري ځکه چې په وینا یې د افغانستان ۴۰ سلنه برخه د طالبانو په لاس کې ده او له هماغه ځایه د بریدون پلانونه جوړوي.

نوموړي دا څرګندونې اسلام اباد کې د امریکا بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټېلرسن سره له کتنې وروسته وکړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي، د امریکا متحدو ایالتونو او پاکستان تر منځ به پر یوه بل باور کول وخت ونیسي.

ښاغلي اصف مني چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي دومره ساړه شوي، چې بېرته تودوخه به یې وخت واخلي، خو په وینا یې دا مهال چې کومې هڅې روانې دي، له مخې یې پر سم لوري روان یوو او دې سره به حالت ښه شي.

"امريکا د طالب مشرانو پرضد ځانګړي کمانډويان استوي"

رېکس ټېلرسن: له پاکستان د امریکا غوښتنې ډېرې ښکاره دي

افغانستان پر پاکستاني موټرو بندیز ولګاوه

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ټرمپ په ګډون د دغه هېواد جنرالانو او یو شمېر لوړپوړو چارواکو پاکستان تورن کړ چې طالبانو ته پټنځایونه ورکوي. د دې تر څنګ د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزیف ډنفورډ کانګریس ته ویلي و، شک نه لرم چې د پاکستان استخباراتي اداره ایس ای له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دسې شنبې پر ورځ پاکستان ته سفر درلود.

د افغانستان په تړاو د امریکایانو د اندېښنو په اړه ښاغلي اصف وویل، موږ له امریکا سره د دوستۍ او یارانې پایلې ګالو:

''زموږ اویا زره کسانو قرباني ورکړه، میلیاردونه ډالره زیانونه مو وګالل، زموږ ټولنه زغم لرونکې او سوله ییزه وه، هغه هر څه برباد شول، له دې زیات به امریکا موږ څه ډول ناوړه پایلو ته اړباسي. موږ چې د امریکا د دوستۍ له کبله کومې پایلې ګاللې، هغه ګالو او اوس د هغو پایلو پر سمولو بوخت یوو، چې دې لړ کې الله تعالی زموږ مرسته کوي او ټول ملت مو یو موټی دی.''

د ټرمپ کوتڅنډنه

د امریکا ولسمشر د خپلې افغان ستراتیژي د اعلانولو پر مهال وویل، واشنګټن سره له دې چې له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته وکړه، بیا هم دغه هېواد د ترهګرو پټنځی دی.

"موږ پاکستان ته په میلیاردونو ډالر ور کړل، خو په دغه مهال پاکستان د هغو ترهګرو پټنځی و چې موږ ور سره جګړه کوله". "امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي".

خو د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي ''دغه خبرې د ګواښونو په ژبه نه کېږي، د سولې په ژبه به کېږي. موږ له خوندي پټنځایونو سره هېڅ اړیکه نه لرو. طالبان د افغانستان پر ۴۵ سلنه خاوره واکمني لري، هلته یې پټنځایونه دي او له هماغه ځایه پر پاکستان او افغانستان د بریدونو پلانونه جوړوي.''

بل لور ته د امریکا بهرنیو چارو له وزیر سره له لیدو وروسته د پاکستان لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې پر دوه اړخیزو او د سیمې پر مسایلو او پر بدلیدونکي نړیوال حالت تفصیلي خبرې شوې دي.

په لیدنه کې د پاکستان له لوري لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، د پاکستان پوځ مشر قمر جاوید باجوه د څارګرې ادارې ای ایس ای مشر، کورنیو او بهرنیو چارو وزیران او دفاع وزیر خرم دستګیرخان ګډون کړی و.

د برتانیا رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د واشنګټن له لوري پر پاکستان د حقاني شبکې پر فعالیتونو د سترګو پټولو له تورونو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي دی.

د رویټرز رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پالیسي مهم ټکی له هند سره اړیکو ته پراختیا ورکول هم دي، چې پاکستان یې خپل دښمن هېواد بولي او دغه راز د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو کولو لپاره پر پاکستان د فشار زیاتول هم د دغې پالیسۍ برخه ده.

ورته مطالب