بشپړه الوتکه کې د یوازې یوې ښځې سفر

د عکس سرچینه، .
یوې ښځې له برتانیا د یونان یوه ټاپو ته یوازې د ۴۶ پاونډو بدل کې بشپړه الوتکه کې یوازې سفر کړی دی.
د ایرشایر اوسېدونکې کارون ګرایوې وايي، هغه مهال هکه حیرانه شوه، چې د جیټ ۲ نومي شرکت په الوتکه کې یوازې کښېناسته. نوموړې وايي وروسته معلومه شوه، چې دوو نورو کسانو هم د سفر لپاره ټکټونه اخیستي وو، خو د تګ پر مهال یې و نه لیدل.
د جیټ ۲ مسوولینو ویلي، د رخصتیو وروستیو ورځو کې دا 'غیر عادي ' نه ده، چې له معموله د مساپرو شمېر لږ وي.
له بي بي سي سره خبرو کې مېرمن ګرایوې چې د جرم او سزا پر موضوع یې د ناول لیکلو لپاره یونان ته سفر کاوه، وايي هوايي ډګر کې ډېر لږ کسان ولیدل، خو کله یې چې د هوايي شرکت له یوه مسوول سړي د مساپرو شمېر پوښتنه وکړه هغه په خندا ورته وویل:
''څه فکر کوې، څومره نور کسان به درسره یوځای سفر کوي؟ ''
دا وايي فکر مې کاوه لږ تر لږه اته - لس کسان خو به وي، خو هغه سړي ته مې وویل، ''څلور؟ ''
مېرمن ګرایوې وايي، سړي په خندا راغبرګه کړه، چې 'ایله درې کسان یاست. '
د نوموړې په وینا کله چې الوتکې ته ورسېده، معلومه شوه، چې دوه نور کسان هم پاتې شوي دي او یوازې به سفر کوي.
کارون ګرایوې وايي، کله چې الوتکه پورته شوه، د عملې او پیلوټانو چلند خورا دوستانه و او سفر یې په خوښۍ وکړ.

د عکس سرچینه، .
جیټ ۲ الوتکې معمولاً ۱۸۹ کسان لېږدوي
د الوتکې لومړي عملې مشر ټولې رسمي چارې خپله تر سره کړې او ښځینه پیلوټه یې خواته کښېناسته او تر ډېره یې ورسره د الوتنې په اړه خواله کاوه. هغه وايي د الوتکې کپتانې به د اعلان کولو پر مهال نوم اخیست او معلومات به یې ورکول، مثلاً ویل به یې:
''کارون ستړې مه شې، کیڼ لاس ته وګوره کروشیا به ووینې ''
بیا وروسته ناڅاپه راغله او ویې ویل:
''کارون او نجونو ژر د الوتکې بل لور ته منډه کړئ، هلته به د رڼاګانو یو توپان وویني، ډېر ښایسته ښکاري. ''
له ګلاسګو نه د یونان ټاپو ته د جیټ ۲ شرکت په دغه ډول الوتکو کې معمولاً ۱۸۹ کسان سفر کوي.