برتانیا کې نیمايي ښځې او پنځمه برخه نارینه جنسي ځوروول شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کمپاین کوونکي وايي د دوی هڅې د دې لامل شوې چې د جنسي ځورونو د مخنیوي په برخه کې پام وړ بدلون رامنځ ته شي

د بي بي سي یوې څیړنې موندلې چې برتانیا کې نیمايي ښځې او پنځمه برخه نارینه په کارځیو او د زدکړو پرمهال جنسي ځورول شوي دي.

له هغو ښځو چې له جنسي پلوه ځورول شوي ۶۳ سلنه یې وايي چې د ورسره شوي چلند په اړه یې چا ته څه نه دي ويلي او دغه راز ۷۹ سلنه نارینه وو هم د جنسي ځورونو په اړه خپل غږ نه دی پورته کړی.

په دې سروې کې له څه باندې ۲۰۰۰ کسانو نه پوښتنې شوې دي.

د بي بي سي دا سروې وروسته له هغه ترسره شوه چې د مشهور امریکايي فيلم جوړونکي هاروي وینسټیتن پرضد د جنسي ځورونو ادعاوې وشوې او ګڼو خلکو د خپلو جنسي ځورونو کیسې شریکې کړې.

* جنسي ځورونه څه ده؟

* د افغانستان حکومتي ادارو کې جنسي ځورونه

هغو ښځو او نارینوو چې له جنسي ځورونې سره مخامخ شوي وو د (زه هم هشټګ) سره خپلې تجربې پر ټولنیزو شبکو شریکې کړې چې په دې توګه دغه لویه ستونزه په نړۍ کې را پورته کړي.

په هغو شاخوا دیرشو ښځو کې چې پر هاروي وینسټین یې د جنسي ځورونې ادعاوې کړې دي د هالیوډ مشهورې فلمي ستورې لکه انجلینا جولي، روز مک ګوون او ګینت پلټراو شاملې دي.

خو فېلم جوړونکی هاروي وینسټین ټینګار کوي چې له دې ټولو ښځو سره یې د دوی په رضا اړیکې درلودلې دي.

د بي بي سي لپاره په شوې سروې کې له ۲۰۳۱ بالغو برتانویانو سره خبرې شوې او په دوی کې ۵۲ سلنه ښځو او ۲۰ سلنه نارینه وو ویلي چې په خپلو کارځیو او یا هم د زدکړو پرمهال له جنسي ځورونې سره مخامخ شوي دي چې په دې کې جنسي تبصرې او جنسي اړیکې هم شاملې دي.

د انځور حقوق Getty Images

څه باندې څلورمه برخه خلکو چې په سروې کې ګډون کړی ویلي چې د ټوکو په بڼه جنسي ځورول شوي او په اوو کې یوه کس ویلي چې له رضا پرته لاس وروړل شوی دی.

ایمیلي واربورټن اډمز وايي چې د کارموندنې د یوې مرکې پرمهال جنسي و ځورل شوه.

"زه شپاړس کلنه وم، د تمې پرخلاف مې د کار موندلو په خاطر د مرکې پرمهال ځان په یوه زیانمنوونکې حالت کې ولید، داسې څه مخې ته راغلل چې زه یې ډېره نارامه کړم او ما یې تمه نه لرله. زه له هغه ځایه لاړم خو د ناپاکۍ احساس مې کاوه، نه پوهېدم چې څنګه یې هېر کړم، نه پوهیدم چې سم و او کنه، نه پوهیدم چې څنګه یې په هکله خپل غږ پورته کړم، زما د یوې ملګرې له لارې زموږ ښوونکی خبر شو او بیا زه له خپل مور او پلار سره یوځای پولیسو ته ورغلم، هغه عمل چې راسره شوی و ډېر ناسم و".

سروې وايي چې د نارینوو پرتله ښځې د خپلو مدیرانو یا هم لوړ پوړو چارواکو له خوا له جنسي ځورونې سره مخامخ شوې دي.

په لسو کې یوې ښځې چې جنسي ځورول شوې ویلي چې له ورسره شوي چلند وروسته یې خپله دنده یا هم زدکړې پرېښې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اکتوبر پر ۲۴ یوه بلې ښځې( کیڼ لاس ته) هم پر هاروي وېنسټن د جنسي ځورونې تور ولګاوه.

له دې ډلې سارا کیل کاین وايي یو ځلې په ښوونځي کې د یوه ښوونکي له خوا او یو ځل په کامبرج پوهنتون کې د یوه پوهاند له خوا جنسي ځورل شوې ده.

دغه راز په شوې سروې کې یوه سړي هم چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي ویلي چې د ښځینه مدیرې له خوا جنسي ځورول شوی دی.

دغه سړی وايي مدیرې به یې هر کله د هغه، د هغه د جامو او سینې د ویښتانو په اړه تبصرې کولې او پوښتنې یې ورڅخه کولې چې څه ډول ښځه یې خوښېږي. دا سړی وايي که څه هم د مدیرې پر دې خبرو ټولو مامورینو خندا کوله خو ده به د ناراحتۍ او ناپاکۍ احساس کاوه.

د زه هم کمپاین یوه غړې زووي سترمپل وايي هغه ایښه شوې نه ده چې ډېرې ښځې په کارځیو کې جنسي ځورول شوې دي.

"زه په ځانګړې توګه د دې موندې په اړه ایښه شوې نه یم بلکې په دې سروې کې دې خبرې ایښه کړې یم چې ځورول شویو خلکو ولې خپل غږ له قانونې لارو نه دی پورته کړی. موندل شوې شمېرې ما نه حیرانوي اصلي ستونزه دا ده چې څه ډول دغه ستونزه هواره شي".

د انځور حقوق PA
Image caption امریکايي فېلم جوړوونکي باند تر تور لګېدلو وروسته د زه هم هشټګ پیل شو.

د امریکايي فېلم جوړوونکي هاروي وینسټین پرضد د جنسي ځورونو له ادعاوو وروسته یو شمېر هنرمنان او سیاستوال هم رامخې ته شول او پر ټولنیزو شبکو یې د جنسي ځورول کېدو خپلې تجربې شریکې کړې.

د برتانیا د پارلمان غړو جیس فلیپس او ماري کریګ نه یوازې خپلې شخصي تجربې په ډاګه کړې بلکې له نورو خلکو یې هم وغوښتل چې وړاندې شي او خپل غږ پورته کړي.

د جیس فلیپس میرمنې یوې ورځپاڼې ته ویلي د یوې مېلمستیا پرمهال هله له خوبه ویښه شوه چې رییس هڅه کوله د هغې کمربند خلاص کړي. دا وايي له ویرې وچه کلکه پاتې شوه. دغه راز میرمن کریګ ویلي هغه اوه کلنه وه چې د ښوونځي په انګړ کې جنسي وځورول شوه.

د بي بي سي له دې سروې نه مخکې هم یوه سروې شوې وه چې ویل یې له نیمايي ډېرې ښځې په کارځیو کې جنسي ځورول کېږي خو چا ته یې په اړه څه نه وايي.

د زه هم کمپاین کوونکي وايي د دوی هڅې د دې لامل شوې چې د جنسي ځورونو د مخنیوي په برخه کې پام وړ بدلون رامنځ ته شي.

اړونده مطالب