جرمني: شړل شوى افغان کډوال دې بېرته را ستون کړل شي

جرمني د انځور حقوق Getty Images
Image caption محکمې د افغان کډوال بېرته استنول ځکه غوښتي چې هغه استېناف غوښتنه کړې وه

جرمني کې يوې محکمې له حکومته غوښتي چې افغانستان ته شړل شوى يو افغان کډوال دې بېرته دغه هېواد ته ورستون کړي.

محکمې د خپل حکم بې له ځنډه پلي کول غوښتي دي.

دغه افغان کډوال چې قانوني دلايلو پر بنسټ يې نوم نه دى ښوول شوى د بلغاريا له لارې جرمني ته تللى او د تېر جون پر اتمې نېټې يې پناه غوښتې وه.

د اروپايي ټولنې د قوانينو له مخې کډوال د دغې ټولنې هغه غړي هېواد کې پناه غوښتنې ته اړ وي چې لومړى يې خاورې ته ور ننوځي.

دې اصل ته په پام سره د جرمني کډوالو ادارې د دغه ٢٣کلن افغان پناه غوښتنه رد کړه او په تېر سپتمبر کې يې بلغاريا ته ولېږه، ځکه هغه لومړى بلغاريا ته ورغلى و.

محکمې د دغه کډوال د بېرته استنولو پرېکړه ځکه کړې چې هغه له شړل کېدو وړاندې د خپلې قضيې د ردېدا پر خلاف استېناف غوښتنه کړې وه او محکمې لا په دې اړه خپله پرېکړه نه وه اورولې.

د جرمني د کډوالو ادارې وياند ويلي دوى ته د دغه افغان کډوال د استېناف غوښتنې خبر ډېر ناوخته رسېدلى و.

وياند زياتوي وړاندې له دې چې وتوانېږو هغه بېرته جرمني ته را ستون کړو بلغاريايي چارواکو افغانستان ته شړلى و.

د محکمې وياند وايي اوس به محکمه دا پرېکړه کوي چې د دغه افغان کډوال د قضيې واک کوم هېواد ته سپاري.

دا په دې وروستيو کې د خپل ډول دويمه پېښه ده چې په اروپا کې پېښېږي.

بريتانيا ته د يو افغان کدوال بېرته ستنول

تېر سپتمبر کې يو بل افغان پناه غوښتونکی صمیم بېګزاد چې برتانیا کې د محکمې د حکم خلاف افغانستان ته شړل شوی و، بېرته لندن ته راوستل شو.

د انځور حقوق DLPUBLICLAW/TWITTER
Image caption هیترو هوايي ډګرته د بېګزاد هرکلي ته د هغه پالونکې کورنۍ ورغلې وه

د برتانیا د کورنیو چارو وزیره امبر رد له دې امله محکمې ته په سپکاوي تورنه شوې وه.

ځکه ادعا کېده چې د ښاغلي بېګزاد تر استولو وړاندې دغه وزارت د محکمې له پرېکړې خبر شو و خو بیا یې هم بېګزاد کابل ته واستاوه.

م. م- د نړۍ تر ټولو ډېر پناه غوښتونکی افغانان دي

افغانستان: ایران دې د سوریې جګړې ته افغان کډوال نه لېږي

"افغان کډوال د پاکستان تاوتریخوالي کې لاس نه لري، په زور اېستل کېږي"

محکمې د ښاغلي بېګزاد د شړل کېدو پر ضد حکم کړی و

ښاغلی بېګزاد د سپتمبر پر ١٧ نېټې پر ۱۰:۴۵ دقیقو لندن ته ورسېد او اجازه ورکړل شوه خپلې پالونکې کورنۍ ته ستون شي.

صمیم بیګزاد دوه کاله وړاندې برتانیا ته له ناقانونه لارو رسېدلی و او لومړي سر کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه.

د ده د پلار پناه غوښتنه لا وړاندې برتانیا کې منل شوې ده له ۱۰ کلونو راهیسې دغه هېواد کې ژوند کوي.

ورته مطالب