"له سپټمبر ۱۱ وروسته اول ځل پاکستان ته خبرداری ور کول کېږی چې خپلې چارې سمې کړي"

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ په نوې ستراتیژي کې هند ته هم ډېر رول ور کړل شوی دی.

هندۍ ورځپاڼه هندوستان ټایمز د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې د اسیا او هند سره د اړیکو د مسوول مارک فیلډ له قوله وايي د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا نوې کړنلارې پاکستان ته واضح او په لوړ اواز پيغام رسوي چې نور باید دده په اصطلاح خپلې چارې سمې کړي.

هغه چې له هنده له لیدنې وروسته په لندن کې خبریالانو سره خبرې کولې ویلي د سپتمبر یوولسمې نیټې له پېښو را وروسته دا لومړی ځل دی چې دا ډول یو حالت رامنځته کیږي.

هغه په نوې ستراتیژۍ کې د هند درول په اړه ویلي د هند رول ډیر واضح نه دی او ده خبرداری ورکړی چې باید په توصیف کې یې مبالغه ونه شي.

ډان:

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په خپله سرمقاله کې- چې سرلیک یې دی پر پاکستان فشار- وايي امریکا، افغانستان او هند غواړي د فشار له لارې پاکستان اړ کړي چې د وسلوالو په وړاندې لا ډیر کوټلي ګامونه پورته کړي.

خو ورځپاڼه وړاندیز کوي چې د دغو فشارونو په مقابل کې پاکستان ته پکار دي چې د سیمې لپاره یوه ستراتیژي ولري، هغه ستراتیژي چې له مخې یې د سیمې د ګټو لپاره د نورو هېوادونو مسوولیتونه مشخص شي.

ورځپاڼه د سیمې په کچه د ګډ کار سپارښتنه کوي او زیاتوي په یوه ګل نه پسرلی کیږي او هغه داسې چې که افغانستان نا امن وي نو پاکستان نه شي امن کیدلی، که په پاکستان ځانګړې ډلې د فعالیت اجازه ولري نو له هند سره خبرې ښې پایلې نه شي لرلی او که هند د ډیورنډ کرښه د پاکستان خوږ ګوته ګڼي نو پاکستان به ونه شي کولی له ترهګرۍ سره روانه مبارزه جاري وساتي.

سرمقاله زیاتوي که د پاکستان امنیت هدف وي نو افغانستان او هند باید له دغه هېواد سره پر خپله کړنلارو له سره کتنه وکړي.

کرسچین ساینس مانیټور:

کرسچین ساینس مانیټور د افغانستان په اړه یو تفصیلي راپور خپور کړی او پکې د طالبانو فعالیتونو ته کتنه شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي طالبانو هڅه کوي چې وښيي په افغانستان کې د ټولو توکمونو وګړي د دوی په ډله کې شته.

خو رپوټ زیاتوي دا یو ګواښ هم دی او دغه ډله اوس لکه د پخوا په څېر یووالی نه لري، په تېره چې کله د دغې ډلې د لومړني مشر ملا عمر د مړینې خبره کره شوه.

رپوټ د طالبانو فعالیتونو او اوسنۍ ټیکنالوجۍ کارولو ته په اشارې وايي، طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال عکس اخستل منع کړي او د نجونو پرمخ یې د ښوونځیو دروازې تړلې وې خو اوس طالبانو له عصرۍ ټیکنالوجۍ ګټه اخلي، زیرک یا سمارټ ټلیفونونه لري او په خپلو تبلیغاتو کې یې کاروي.

خپرونې د یوه لویدیځ ډیپلوماټ په حواله ویلي دا چې طالب قوماندان په کلیوالو سیمو کې لا ډیرې سیمې لاندې کوي معنی یې دا ده چې طالب قوماندانان د افرادو په توګه د نشه یي توکو او کاني توکو د قاچاق له لارې ډیرې پیسې لاسته راوړي.

دغه چارواکي ویلي همدې چارې د سولې د هڅو په وړاندې لوی خنډ جوړ کړي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼه د میانمار د مسلمانو کډوالو د وضعیت په اړه یوه مطلب کې وايي چې نړۍ د دغو کډوالو په لاسنیوي کې پاتې راغلې.

ورځپاڼه زیاتوي د سرې میاشتې او سور صلیب د نړیوالو کمیټو د فیډریشن مشر الحاج اسسي د نړۍ له مشرانو غوښتي چې په میانمار د مسلمانانو او بنګلادیش ته د کډه شویو مسلمانانو وضعیت له کومې استثنا پرته جدي وګني.

ده چې د کاکس بازار په نوم سیمه کې د کډوالو له یوه کمپه لیدنه کړې ورځپاڼې ته ویلي روهینګیا مسلمانان له یوه بې سارې ناسم وضعیت سره مخامخ دي.

رپوټ زیاتوي سور صلیب په بنګلادیش کې مخ په زیاتېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره د ۳۳ملیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.