موګادیشو کې، دوو بریدونو څه باندې ۲۰ کسان ووژل
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

موګادیشو کې، دوو بریدونو څه باندې ۲۰ کسان ووژل

د سومالیا په موګادیشو کې، امنیتي چارواکي وايي، هغه کلا بندي پای ته رسولې ده چې اسلام پالو الشباب اورپکو پیل کړې وه.

دا پېښه هغه مهال پیل شوه چې، الشباب هغه هوټل ته نژدې، چاودېدونکي توکي وچول چې یوه امنیتي غونډه پکې کېدونکې وه.

وروسته بیا الشباب اورپکې ودانۍ ته ننوتل، او ډزې یې وکړې. نژدې ۲۵ کسان وژل شوي دي او ۳۰ نور ټپیان دي.