'کیم جونګ اون' او مېرمن یې د سینګارتوکو په کارخونه کې

کیم د انځور حقوق KCNA via Reuters
Image caption ۱۴ کاله وړاندې د کیم جونګ اون پلار هم له دې کارخونې لیدنه کړې وه

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون په پلازمېنه پیونګ یانګ کې د سینګارتوکو د تولید له یوې کارخونې لیدنه کړې ده.

د دغه هېواد د ملي ټلوېزیون له خوا خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې ښاغلي اون دا ځل د تېر پر خلاف د توغنديو تر څنګ نه، بلکې د سینګار توکو د بوتلو ترڅنګ ولاړ دی.

د انځور حقوق kcna via reuters
Image caption له ښې لورې د کیم مېرمن، دوه ګوندي چارواکي او پخپله کیم جونګ اون

نوموړی د دغې کارخونې ليدو ته له خپلې مېرمنې (ري سول جو) او د ګوند له لوړپوړو غړو سره تللی دی.

د کیم جونګ اون پلار کیم جونګ ایل ۱۴ کاله وړاندې هغه مهال چې د شمالي کوریا رهبر و، له دغې کارخونې ليدنه کړې ده.

د انځور حقوق KCNA via Reuters

ښاغلي اون د کارخونې تولیدات ستایلي او په نړیواله کچه یې د سیالۍ کولو سپارښتنه ور ته کړې ده.

د سینګارتوکو د کارخونې د لیدنې پر مهال د ښاغلي اون خپاره شوي انځورونه له هغو انځورونو سره له یوې مخې په تضاد دي ډېرکله به له توغنديو او نورو جنګي توکو سره خپرېدل.

د انځور حقوق KCNA via AFP
Image caption کیم جونګ اون او مېرمن یې

دا هم د لوستو دي

د کیم جونګ اون پر اوږو څوک سپرېږي؟

کیم جونګ اون: یوازې د ګواښ په صورت کې اتومي وسلې کاروم

شمالي کوریا: د پټ دولت نهه حقیقتونه

ورته مطالب