د زمزم اوبو د څاه بیارغونه

حاجیان او عمره کوونکي د تبرک لپاره خپلو هېوادونو ته زمزم اوبه وړي د انځور حقوق Getty Images
Image caption حاجیان او عمره کوونکي د تبرک لپاره خپلو هېوادونو ته زمزم اوبه وړي

د سعودي عربستان مکه ښار کې د مسجد الحرام سمبالګره اداره وايي، د حرم شریف محوطه کې د زمزم څاه د پاکولو او له سره رغولو لویه پروژه یې پیل کړې ده.

د یادې ادارې په وینا، پاچا سلمان ددغې څو میاشتنۍ پروژې پیلول منلي دي. په پام کې ده چې د زمزم څاه دا پروژه تر راتلونکې روژې میاشتې پورې بشپړه شي.

حج ته تلونکي مسلمانان تر ډېره هلته شفاء ورکوونکې زمزم اوبه څښي او د تبرک لپاره یې خپلو کورونو او خپلوانو ته له هماغه ځایه وړي.

مسلمانان پر دې باور دي د زمزم چینه چې له کعبې شریفې ایله ۲۰ متره لیرې دی، زرګونه کاله وړاندې د یوې معجزې په توګه رامنځ ته شوې ده.

کعبه شریفه په نوې جامه کې

عربستان تر ۴۰ کلونو کم عمره افغانانو ته د عمرې حج ویزه نه ورکوي

تر ۶۰ کلونو وروسته، د کعبې کولپ بدل شو

کله چې ابراهیم علیه السلام او د هغه مېرمن بي بي هاجره د مکې دښته کې له خپل نوي زیږېدلي زوی اسمعیل سره د اوبو له نشتوالي او تندې سره مخامخ شول، هاجرې هاخوا دېخوا د صفا او مروا غونډیو ترمنځ منډې وهلې او ناڅاپه یې د اسمعیل له پښو سره خوټېدونکې اوبه ولیدې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوه کاله وړاندې هم د هغه وخت د سعودي د پاچا عبدالله په امر د زمزم څاه د پاکولو پروژه پیل شوې وه چې هره ورځ به ترې پنځه میلیون لیتره اوبه رایستل کېدې.

داسې روایت هم شته چې زمزم څاه د ځمکې پرسر له لرغونو څاګانو دی چې ټیک پنځه زره کاله نه دی وچ شوی.

ددغه څاه پروژه دوې برخې لري: لومړۍ برخه کې یې پنځه پلونه شامل دي چې له ختیځې خوا زمزم اوبو ته لاسرسی وموندل شي، دویمه برخه کې یې پاکول دي.

د چارواکو په وینا د دې پروژې بشپړولو لپاره اوه میاشتې په پام کې نیول شوې دي.

اوه کاله وړاندې هم د هغه وخت د سعودي د پاچا عبدالله په امر د زمزم څاه د پاکولو پروژه پیل شوې وه چې هره ورځ به ترې پنځه میلیون لیتره اوبه رایستل کېدې.