د روسیې انقلاب څنګه پېښ شو؟
- داود جنبش
- بي بي سي لندن
د روسيې پخوانۍ پلازمېنه پتروگراد، د انقلاب ورځې
۱۹۱۷ کال په روسیه کې د دوو انقلابونو شاهد و. څار (پاچا) د خپلو ملګرو پانګوالو او سردارانو له خوا نسکور شو؛ کمونستانو وروسته واک ونیو.
د روسیې د زاړه کلیز له مخې، د ۱۹۱۷ کال لومړنی انقلاب د فبرورۍ پر ۲۳ په پتروګراد (اوسني سانکت پیترزبورګ) کې له جګړې نه د ستړو عسکرو او وږي ولس په پاڅون پیل شو. دغه نېټه د اوسني کلیز د مارچ له اتمې سره سمون خوري.
افغانان، یا لږ تر لږه هغوی چې د هېواد یواځينۍ ورځپاڼې (سراج الاخبارافغانیه) ته یې لاسرسی درلود، د همدغې ورځپاڼې د مارچ د اتمې نېټې ګڼه کې له لنډ خپاره شوي خبر نه د انقلاب په کېدو خبر شول.
په راوروسته ګڼو کې یې پرله پسې، د انقلاب خبرونه لومړی له هندي، او وروسته ایراني سرچینو نه په اقتباس خپاره کړي دي. په روسیه کې د افغان خبریال په نشتوالي کې، د انقلاب په اړه رپوټونه هم د همدغو سرچینو د نشراتي او سیاسي تګلارو تر اغېز لاندې چمتو شوي او سراج الاخبار هم کټ مټ هماغه ژباړلي او راخیستي دي.
په دې لیکنه کې د هغو خبرونو یو غورچاڼ راوړو چې ورځپاڼې په کې هڅه کړې خپلو لوستونکو ته د روس انقلاب د پېښېدو بهیر او څرنګوالی روښانه کړي:
د انقلاب لومړني جزییات تر پېښېدو یوه میاشت وروسته د سراج الاخبار د ۱۹۱۷ کال د اپرېل په ۱۸ ګڼه کې خپاره شول
"لندن د جمادي الاول ۲۴.
پتروګراد - د روس څار د ګوښه کولو تر اعلان وروسته له دوبنۍ ماڼۍ نه دولتي بیرغ کوز کړی شو پر ځای یې لویه سره جنډه ولګول شوه د جمهوري جرګې غړي به په دوبنۍ ماڼۍ کې غونډې کوي.
د تویر د ګورنر په ګډون د څو ناوړو افسرانو له وژلو پرته چې د نوي حکومت مخې ته درېدلي وو نوره په تویر ایالت کې وینه توی شوې نه ده.
په نویو نیول شویو کې جرنیل زیتن کیمف کاسک چې د ۱۹۰۵ کال انقلاب یې په زور اوتشدد ځپلی و او پخوانی وزیر موسیو کریجا نووسکی او کونت کوکووئسوف هم راځي." (۶ کال، ۱۷ ګڼه، ۱۵ مخ)
همدغلته د روس څار د ګوښه کېدو خبر او لنډ بهیر هم راغلی دی:
"د روس څار د ګوښه کېدو له اړوندو معلوماتو چې تر اوسه رارسېدلي جوتېږي چې د جرنیل وسکي په ګډون یو پلاوی نیمه شپه پسکوف سیمه کې څار ته ورغلی د اوسنیو پېښو په اړه یې ورسره بنډار کړی دی او سپارښتنه یې ورته کړې چې جبهې ته له پتروګراد نه نور عسکر وانه ستوي ځکه هغه عسکر به چې پلازمېنې ته راځي ښایي انقلاب وکړي.
څار پوښتنه وکړه له ما څه غواړئ!
ځواب: له واکه لاس واخله.
څار یوه شېبه غلی شو ویې ویل د زوی بېلتون راته ګران دی نو ځکه مې د ورور له پاره له پاچایۍ تېرېږم. وروسته یې د ګوښه کېدو پر هغې مسودې چې مخکې چمتو شوې وه لاسلیک وکړ."
د پاچا د ګوښه کېدو بهیر:
داسې برېښي چې څار دویم نیکلای تر وروستۍ شېبې په خپله پلازمېنه کې له حالاتو خبر نه و یا په لوی لاس نا خبره ساتل شوی و.
څار پاچا "دويم نيکلاى"
سراج الاخبار د انقلاب تر پېښېدو وروسته، د څار د ژوندانه پر غمجنو شېبو، د سمې سرچینې له ښودلو پرته له بهرنیو ورځپاڼو څخه په زړه پورې مطالب راخیستي او خپلو لوستونکو ته خپاره کړي دي.
یو نکل یې د ۱۹۱۷ کال د مې د اوومې نېټې ګڼه کې راغلی دی.
د سراج الاخبار د ۱۹۱۷ کال د مې د ۷ نېټه کې د روس انقلاب په تړاو ګڼ مطالب او په دې ډله کې د څار د نیولو بهیر خپور شوی دی
"د څار زار او نزار حال
لندن د جمادي الاول ۲۹
پتروګراد. د روس پخوانی څار سرسکویي سیلو (څارسکویه سیلو یا پاچایي کلي) ته رسېدلی دی.
سرسکویي سیلو ته د روس د پخواني څار تر رسېدو وړاندې چارواکي موګیلیو ته رسېدلي وو هلته هېڅ ولولې او احساسات و نه ښودل شول.
هغوی جرنیل الکریف ته د څار د نیونې فرمان وښود جرنیل، څار چې په پاچایي اورګاډي کې په انتظار ناست و له دې حاله خبر کړ. څار وویل چې زه د هر ډول پرېکړې منلو او زما له پاره ټاکل شوي ځای ته تللو ته چمتو یم.
د څار د خوځېدو پر مهال یوه لویه ډله هلته وه خو غلې او چوپ وه. مور یې او د افسرانو یوې لویې ډلې ورسره مخه ښه وکړه - لس بجې مهال یې څار ویښ کړ د ډوډۍ سالون ته راوستل شو هغه خپل افسران د قهوې څښلو ته وبلل. تر یوې ګړۍ بنډار وروسته څار وویل زه مو د چوپړ مننه کوم. څار ټول خدمتگاران او افسران ښکل کړل او هغوی د څار اوږې ښکل کړې او رخصت شول"
د پاچا د مېرمنې - پخوانۍ ملکې حال هم تر هغه ښه نه و.
ملکه الکساندرا فیودروفنا
"پیتروګراد - کله چې جرنیل کورني لوف د روس ملکې ته ورغی یوه افسوسناکه ننداره جوړه شوه. دا پېښه په سرسکوي سیلو کې د ملکې په ځانګړې خونه کې پېښه شوې وه. ملکې تور کالي اغوستي و دغه جرنیل یې چې ولید ویې ویل چې زه مو په راتلو ډېره خوشحاله شوم غوښتنه مو څه ده؟
جرنیل وویل چې زه د لنډمهالي دولت د پرېکړې اورولو ته راغلی یم. ملکې وویل: وایاست غوږ یم. جرنیل له آزادۍ نه د ملکې د بې برخې کېدو او د مخکنیو ساتونکو د ګوښه کېدو او پر دغې ماڼۍ د نویو ساتونکو د ګومارنې پرېکړه ولوسته؛ ملکې ترې وغوښتل چې خپل کارکوونکي ترې وانخلي ځکه چې هغوی ورسره له کوچنیوالي روږدي شوي دي. جرنیل وویل چې پروا نه لري او ولاړ."
نژدې نهه میاشتې وروسته، سراج الاخبار ته د پاچایي کورنۍ د نیول کېدو نور جزییات په لاس ورغلي چې د اووم کال پر څلورمه ګڼه خپاره شوي دي.
یو نکل یې د پخواني پاچا د مېرمنې دی:
"د کابینې د پرېکړې له مخې، له لمرخاته سره سم کورنیلوف څارسکویه سیلو ته ځي او پر ټېلېفون له ملکې نه د هغې پر حضور د درندېدو غوښتنه کوي، ملکه پر ۱۱ بجو وخت ورکوي، کورنیلوف پر ټاکلي وخت ورځي، ملکه په الوتي رنګ او تورو کالیو کې د هرکلي خونې ته ورځي، په یوه وارخطا حالت له کورنیلوف نه پوښتنه کوي:
ـــ څه کار مو راسره درلود؟
د نوي حکومت د پرېکړې د اورولو له پاره حضور ته راغلی یم!
ــ څه پرېکړه؟
ــ پخپله د علیا حضرتې په اړه!
ددې پوښتنې او ځواب تر اورولو وروسته کورنیلوف د نوي حکومت د پرېکړې په لوستلو پیل وکړ او لا یې نیمایي ته نه وه رسولې چې ملکه په خپل لاس اشاره کوي:
بس دی وپوهېدم! او سملاسي د ملکې سترګې له اوښکو ډکېږي او د خواشینۍ له زوره بې هوښه کېږي او پر ځمکه لوېږي. افسران له خونې وځي، ملکه له کورنیلوف سره ګوښې پرېږدي، ملکه له کورنیلوف نه هیله کوي چې ځانګړي نوکران دې نه بدلوي خو ونه منل شوه او د دربار ټول نوکران او ساتونکي بدلوي او ټيليفون او نور وسایل ویجاړوي او ګرد اسناد او لیکنې پلټي او ضبطوي.
ملکه په دې ډول په خپله ودانۍ کې نیول شوې او پر ټولو خونو سالداتان (عسکر) او ساتونکي ګومارل شوي دي چې هېڅوک له اجازې او ځانګړې څارنې پرته له ملکې سره راشه درشه ونه کړي؛ آن ډاکټران به هم له دې وروسته د پلټونکو چارواکو تر څارنې او نظر لاندې ځي راځي."
د پاچا د مور نکل:
د څار مور ماریا فیودورفنا ډنمارکۍ شهزادګۍ وه، چې له څار درېیم الکساندر سره تر وادوه وروسته د روسیې ملکه شوه. هغه د روس انقلاب د ټولو ترخو، او په دې ډله کې د خپل زوی او د هغه د بچیانو د وژل کېدو شاهده وه.
د پاچا نيکلاى مور ماریا فیودوروفنا
تر انقلاب وروسته د هغې د لومړنیو اندېښنو نکل په سراج الاخبار کې داسې خپور شوی دی:
"د نیکلاى مور په ډېر اندېښمن حالت پر تمځای ودرېده او د خپل زوی اورګاډی یې په افسوسناکو کتو او اوښلنو سترګو بدرګه کړ او مخه ښه یې ورته وویله! د اورګاډي د خوځېدو پرمهال د ولس او نندارچیانو له خوا څار ته د مینې یا کرکې هېڅ ډول احساسات ونه ښودل شول، تش د مامورینو ډلې ته چې د واګون د کړکیو تر شا برېښېدل، وګړو د دستمالو او خولیو په خوځولو مهرباني څرګنده کړه.
اورګاډی د مارچ پر نهمه شپږ بجې څارسکویه سیلو ته ورسېد. د څار له خپلوانو او نژدې کسانو څخه هېڅوک هرکلي ته نه و ورغلی. د پتروګراد مامورینو خپله چاره پای ته ورسوله او څار یې د څارسکویه سیلو مامورینو ته وسپاره او پتروګراد ته وخوځېدل، څار هم د نویو مامورینو په ملتیا موټر ته وخوت او د مرکز پر لور رهي شو."
په بند کې د پاچا او ملکې په اړه معلومات هم خورا په زړه پورې دي:
"د پاچا او ملکې تر بندي کېدو وروسته د هغوی څارنه او مراقبت جنرال کورنیلوف ته سپارل شوی دی. ددغه جنرال د جوړ کړي ترتیب له مخې درستیزوال د ورځې دوه ځله څارسکویه سیلو ته ورځي او ددغو بندیانو ساتنه او څارنه ارزوي.
مخلوع پاچا اجازه غوښتې چې له ویلیکي کنیاز (لوی سردار) نیکلای پاویل الکساندرویچ سره وګوري خو اجازه نه ده ورکړ شوې. مخلوع امپراتور او ملکه اجازه لري چې هره ورځ څو ساعته د درباري ودانۍ په کوچني پارک کې وګرځي او استراحت وکړي. له نیکلاى نه یې وسله اخیستې ده.
نوي حکومت د روسیې او فنلنډ ګردو پولو او د اوسپنلارې ټولو څانګو ته ټېلېګرافي لارښوونه کړې چې د نیکلاى د تېښتې د مخنیوي له پاره اړین احتیاطي تدبیرونه ونیسي.
مخلوع امپراتور له کله نه چې نیول شوی دی د جګړه ییزو جبهو په اړه یې آن یو ځل هم پوښتنه نه ده کړې.
تش غواړي چې د ځینو نژدې خپلوانو پر برخلیک او دا چې څه پرې راغلي، خبر شي."
(سراج الاخبار، ۷ کال، ۴ ګڼه، ۷ مخ).