د روس پاچا د واکمنۍ وروستۍ شېبې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بلشويکانو څار پاچا نيکلاى له خپلې کورنۍ سره يو ځاى اعدام کړ

روس څار (پاچا) د فبرورۍ انقلاب نسکور او د اکټوبر بلشویکي انقلاب له خپلې کورنۍ سره وواژه.

روسیه په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جرمن له ځواکونو تر پرله پسې ماتو وروسته په کورني اړو دوړ او انقلاب کېوته چې ورسره امپراتوري نظام وپرزېد.

د فبرورۍ پر ۲۳ یو شمېر مخورو پانګوالو، او شتمنو چې د پاچایي نظام دوام یې هېواد ته نور سم نه باله، د پاچا په لرې کولو سره په هېواد کې لنډمهالی حکومت اعلان کړ.

لنډ مهالی حکومت چې مشري یې د ولسي جرګې (دولتي دوما) وکیلانو کوله، د روسیې په تاریخ کې د دوما د واکمنۍ په نامه هم یادېږي. ددغه حکومت مشر الکساندر کیرنسکي و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسيې د منځمهالي حکومت مشر الکساندر کیرنسکي

دومایي واکمنۍ د خلکو غوښتنې ته چې له لومړۍ نړیوالې جګړې نه د روسیې سملاسي وتل و، غاړه کېنښوده او د برتانیا او فرانسې په ملاتړ یې له جرمني او ملګرو سره جګړه لا هم جاري وساتله.

کمونستانو چې د خلکو له عمومي ناخوښۍ خبر وو، د نوي لنډمهالي حکومت خلاف هلوځلو او تبلیغاتو ته دوام ورکړ او د اکټوبر تر میاشتې یې حالات داسې لور ته بوتلل چې د کیرنسکي واکمني په کې نوره نه چلېده. هغوی سل کاله وړاندې همدا شپې ورځې د اکټوبر پر ۲۵ (د نوي کلیز له مخې د نومبر پر ۷) دغه حکومت نسکور او شوروي جمهوریت اعلان کړ.

کمونستانو له واکمنېدو لږ وروسته (د ۱۹۱۸ کال جولای کې) څار او د هغه کورنۍ چې د وروستي ځل له پاره د اورال سیمې ایکاترینبورګ ښار کې ساتل کېده، نژدې له یوې مخې ووژله.

پر څار داسې مهال انقلاب وشو چې هغه له پلازمېنې پتروګراد (اوسني سانکت پتربورګ) بهر تللی و. سراج الاخبار د کمونستانو تر انقلاب لږ وړاندې د ۱۹۱۷ کال په اکټوبر کې د یوه روس خبریال له خولې د پاچا د واکمنۍ د وروستۍ شېبې نکل راخیستی او د خپل اووم کال پر څلورمه ګڼه خپور کړی دی:

Image caption د روس څار د واکمنۍ وروستۍ شېبې د سراج الاخبار د اووم کال په څلورمه ګڼه کې

د روس څار افسانه

د روس مخلوع امپراتور دویم نیکلاى

د "روسکویه سلوو" ورځپاڼې ځانګړي خبریال له "ستارایا روسسا" تمځای نه دغې ورځپاڼې ته داسې خبر ورکړی:

د مارچ پر دېرشمه شپه سپېده داغ مهال په یوه نوبتي اورګاډي کې له "ویشر" نه ستارایا روسسا تمځای ته راغلم او د تصادف له مخې د لرې شوي پاچا له اورګاډي سره مخامخ شوم او هغه پېښې مې چې د څار له لرې کېدو وروسته پېښېدلي د سر په سترګو لیدلې دي.

راروان اورګاډی دوه کتاره و چې یو د بل شاته روان و. لومړی کتار چې د اوسپنلارې نیم بولک (بلوک) ساتونکي او د ځانګړي سلطنتي قراول شل تنه په کې وو د اوسپنلارې د ځانګړي ځواک د قوماندان "چابیل" تر لارښوونې لاندې روان وو، تر شا یې هغه کتار چې پخپله څار له خپلو نژدې کسانو سره په کې سپور و، لار وهله. له هغې مرکې څخه مې چې پاچا ته له یوه نژدې کس سره وشوه لاندې معلومات تر لاسه کړل.

د مارچ پر لومړۍ شپه د شپې پر ۳ بجو د واګونو دوه کتاره په خورا چټکتیا ویشر سیمې ته ورسېدل. مخلوع پاچا چې په لښکر کوټ کې وو د خپلې مېرمنې له خوا څارسکویه سیلو (پاچایي کلي) ته بلل شوی و. داسې برېښي چې د دوما د مشر رودز یانکو په ګڼو ټېلېګرافونو کې یو هم څار ته نه و رسېدلی. آن د الکسییف له یوه ټېلېګراف پرته د نورو سترو جنرالانو او قوماندانانو ټېلېګرافونه هم هغه ته ورکړ شوي نه و!

له څار سره له کونت "فریدیرکس"، مخور سمندروال "نیلوف" او د دربار د ځانګړي او پاچایي اورګاډي له قوماندان "ووپیقوف" پرته بل څوک ملګری نه و.

دوی هم ډېر شراب څښلي او څار یې هم ډېر څښاک ته هڅاوه چې له پېښو خبر نه شي او په اصل کې څار د پلازمېنې او نورو له پېښو بېخي بې خبره و.

د "چاپیل" زړه نور صبر ونه کړ او خپلو ملګرو ته یې په ټینګار وویل چې که پاچا ته مو رېښتیا خبره ونه کړه زه پخپله ورځم او د پلازمېنې ټول خبرونه او پېښې ورته وایم.

څار چې د لارې له ستړیا ویده شوی و په ویشر تمځای کې تر نیمې شپې دوه ساعته وروسته ویښ شو. نیلوف یې وروغوښت او و یې پوښته چې په پتروګراد کې څه حادثې او پېښې شوې دي!

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغه خونه چې څار پاچا نيکلاى دويم او کورنۍ يې په کې اعدام شول

نیلوف ځواب ورکړ چې په پلازمېنه کې یو څه اړودوړ او بغاوت پېښ شوی خو دومره ارزښت نه لري. بغاوت په څلورو متروکو ځپل کېدلی شي او په هر حال خواشیني او اندېښنه نه غواړي، بغاوت دومره ټاکونکی نه دی او تر دوو ورځو به ونه غځېږي!

دغه مهال ووپیقوف يې حضور ته ورغی ویې ویل چې همدا شېبه ټېلېګراف ورسېد چې سل تنه ګیورګیفسکي سالداتان (عسکر) له موکیلوف سیمې نه "ونو" تمځای ته راځي، ښه به وي چې اعلیحضرت د همدې اتلو شاه پالو وګړو په ملتیا په پوره خوندیتابه او هوسایۍ څارسکویه سیلو ته تشریف یوسي او د هغه ځای ساتندوی عسکر هم چې د امپراتور رېښتیني سرښندویان دي، ورسره واخلي پلازمېنې او دولتي دوما (پارلمان) ته تشریف یوسي.

هلته به باغي عسکرو ته د امپراتور په وړاندې کړی سوګند وریاد کړي؛ ځوان سالداتان او نور بلواګر به پر خپل ځای کښېنوي!

دغه مهال "چاپیل" ناببره د مخلوع امپراتور اورګاډي ته ورننوت او په وارخطایۍ یې وویل: اعلیحضرته دا خبرې درواغ دي. دوی غواړي تاسې تېرباسي! دا دی ټېلېګراف رارسېدلی چې پاروچیک کریکوف لار ښوونه کړې چې د پاچا اورګاډی په ویشیر تمځای کې ستون او پتروګراد ته واستول شي! څار د دې ناڅاپي ډاروونکي خبر په اورېدو ټوپ کړ او په خورا هېښتیا او حیرانۍ یې وویل

"دا څنګه خبره ده؟ پاڅون؟ بغاوت؟ انقلاب؟ پاروچیک کریکوف په پتروګراد کې واک چلوي؟!"

چاپیل یې په ځواب کې وویل: اعلیحضرته! شپېته زره عسکر چې په پتروګراد کې وو له خپلو ټولو افسرانو سره لنډمهالي حکومت ته تسلیم شوي دي. اعلیحضرته! د پلازمېنې وګړو او نورو د پاچایي ذات د ګوښه کولو خبر خپور کړی دی. اعلیحضرته! رودزیانکو په روسیه کې د حکومت د بدلون خبر په رسمي ډول ټولو هېوادو ته ورکړی دی. وړاندې تګ بېخي شونی نه دی، ګردې لارې او واټونه او اوسپنلارې د دوما د استازي پوبلیقوف په لاس کې دي!

ددې خبرو له اورېدو وروسته مخلوع پاچا له خواشینیه په یوه ډک غږ وویل

"ولې مو د دې پېښو خبر مخکې راکړی نه دی؟ ولې چې کله کار له کاره تېر شو خبروئ مې؟" او تر څو شېبو چوپتیا او سوچ وروسته یې وویل "د خدای شکر دی چې لا مې د (لیوادیا) لار پرمخ نه ده تړل شوې. که ملت زما د ګوښه کېدو غوښتونکی وي له تاج او پلازه لاس اخلم په لیوادیا کې خپل بڼ ته ځم، د هغه ځای د ښایسته ګلانو ننداره مې ډېره خوښېږي!"

همدا چې د څار خبرې خلاصې شوې ووپیقوف لارښوونه وکړه چې اورګاډی دې پرمخ وخوځېږي. خو له بده مرغه پاچایي اورګاډی له ځایه ونه خوځېد او له کتنې او پلټنې وروسته جوته شوه چې کارکوونکو یې پخپله لوکوموتیف (انجن) خراب کړی او له کاره غورځولی دی! کاپیتان اړ شو چې د دویم اورګاډي ماشین د پاچا اورګاډي ته ولګوي او پر دې کار هم نیم ساعت ولګېد. له هغو قراولانو څخه چې له پاچا سره مله وو شپاړلس تنه د دویم لوکوموتیف ساتنې او څارنې ته وګومارل شول چې هسې نه کارګران دا هم د اورګاډي تر خوځېدو پورې خراب کړي!

لنډه دا، هر څنګه چې و د مارچ پر دویمه د امپراتور اورګاډی د څارسکویه سیلو لور ته وخوځېد، له ونو تمځای لا دومره لرې شوي نه وو چې په دې متن یو ټېلېګراف ورسېد.

"د څار سکویه سیلو عسکرو ملکه پرېښي ملت ته یې غاړه ایښې ده. ملکه اړ شوې دورزیانکو او دوما ته مخ واړوي چې سلطنتي کورنۍ وساتي. د پتروګراد ساتندوی عسکر هم ټول له بلواګرو سره ملګري شوي دي!"

څار تر یوې شېبې چوپتیا او ژورې حیرانتیا وروسته وویل: بویه مسکو ته ولاړ شو مرزوفسکي تل ما ته ویل چې پر بده ورځ به مسکو زما دفاع او ساتنه کوي. دغه مهال بل ټېلېګراف ورسېد چې مسکو د بلواګرو منګولو ته لوېدلی او د هغه ځای عسکر هم د ملت تر امر لاندې شوي دي؛ ټول دولتي دفترونه یې نیولي او دولتي مامورین یې بندیان کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د څار پاچا نيکلاى مجسمه ٢٠١٤ م کال کې په بلگراد کې ودرول شوه

د ښار پر کوڅو او سړکونو له ملي ځواکونو پرته چې ‌ډله ډله له سرو جنډو سره خوځېږي بل څه نه شته! ددې ډاروونکو خواشینوونکو خبرونو تر اورېدو وروسته، پر څار له اټکل پورته اندېښنه او خواشیني خپره شوه او پاچایي اورګاډی هم په زړه نازړه حالت د ونو او بونو تمځایونو تر منځ کله مخ او کله شاته رهي کېده.

دغه وخت جنرال ایوانوف د لارې په نیمایي کې راورسېد، د پلازمېنې او نورو ځایونو پېښې یې څار ته وویلې او زیاته یې کړه چې ټولې حکومتي ادارې د بلواګرو په منګولو کې دي. ځکه نو د اعلیحضرت د ژغورنې یواځینۍ لار داده چې لښکر کوټ ته ستون شي. ووپیقوف په لوړ غږ وویل، "چاره په دې پورې تړلې ده چې د مینسک جبهه غلیم ته پرانیزو پرېږده چې المانان راشي او د رذیلانو او لنډه غرو دا ډله غلې کړي او پر خپل ځای یې کښېنوي!"

نیلوف سره له دې چې ډېر نشه و بیا یې هم د ووپیقوف پر نظر اعتراض وکړ ویې ویل، "ستاسې دا نظر سم نظر نه دی که المانان راشي ټوله روسیه به لاندې کړي او بېرته نه وځي!"

ووپیقوف پر خپلو خبرو ټینګار وکړ ویې ویل "نه! دغسې نه ده. ویلهلم (جرمن امپراتور) پخپله له روس امپراتور سره وران نه دی لا چې له هغو کسانو سره چې د روسیې د سلطنتي کورنۍ خلاف دي، جنګېږي!"

څار د هغوی په ځواب کې وویل: هو د ووپیقوف نظر ډېر سم دی، د راسپوتین نظر هم نژدې همدا ډول و او څو ځله یې په دې اړه څرګندونې درلودې خو ما ورته پام ونه کړ، شونې وه دا کار هماغه مهال چې الماني عسکر وارسا ته نژدې شوي و وشي، خو زه هېڅکله له خپل ملت سره د خیانت په لټه کې نه وم.

ددې وینا تر کولو وروسته د څار له سترګو د افسوس او پښېمانۍ اوښکې وبهېدې او تر څه شېبې چوپتیا وروسته یې وویل "خدای دې وکړي چې مېرمن او بچیانو ته مې د دې اشرارو او سپکو خلکو له لوري زیان وانه وړي، که هغوی روغ وي پاتې عمر لیوادیا ته ځم او د هغه ځای په بڼونو کې انزوا او ګوښه توب غوره کوم. پرېږده میخاییل په هغه بڼه چې زړه یې غواړي هېواد اداره کړي. اوس هغه ولس ته ګران دی، زه هم له تاج او پلازه استعفی کوم او د وروستي ځل له پاره لښکر کوټ ته ځم او له خپلو عسکرو سره مخه ښه کوم. وروسته دې ملت هر ډول چې یې زړه غواړي چلند وکړي، زه د چا مخه نه نیسم."

یاد شوی خبریال د خپلو کتنو تر لیکنې وروسته په پای کې کاږي:

ګهیځ څلور بجې مې د "ستارایا روسا" تمځای په شل قدمۍ کې مخلوع امپراتور د وروستي ځل له پاره ولید، په داسې حال کې چې دُوړو وهلی مخ یې د زعفرانو غوندې ژړ شوی و، په عسکري بالاپوش او بالکوتیک پاکن کې د واکزال (د اورګاډی تمځای) د ودانۍ مخې ته ګرځېده او په یوه نتلي او اندېښمن حال یې هره شېبه خپل لاس پر تندي ایښوده. تر څو ځله پلي تاوېدو وروسته یې، په یوه افسوسناک نظر د تمځای ودانۍ ته وکتل او اورګاډي ته ننوت او اورګاډی وخوځېد.

اړونده مطالب

ورته مطالب