د فېسبوک له لارې د ملګرتیا غوښتنه لېږل ځورونه ده؟

Sharmeen Obaid-Chinoy د انځور حقوق Getty Images

یوې پاکستانۍ فلم جوړونکې چې اوسکار جایزه یې ګټلې، ویلي د ډاکټر له لوري ناروغ ته پر فېسبوک د ملګرتیا غوښتنه لېږل 'ځورونه' ده او دغې موضوع د خواله رسنیو کاروونکو تر منځ بحث خورا تود کړی دی.

کیسه یوه روغتون ته د فلم جوړونکې شرمین عبید چینوی د خور له ورتګ سره پیل شوې.

د اوسکار جایزه ګټونکې شرمین خور د درملنې لپاره د کراچۍ یوه ځايي روغتون ته تللې وه، خو وروسته د همدې روغتون ډاکټر د فېسبوک له لارې د ملګرتیا بلنه ورولېږله. شرمین په دې اړه له غوسې ډک پیغام پر ټویټر خپور کړ او د ځورونې تعریف لړ کې یې پر خواله رسنیو یو بحث رامنځته کړ.

ګڼ شمېر پاکستانیانو د فېسبوک ملګرتیا غوښتنې په تړاو د هغې غبرګون نامناسب وباله او نیوکې یې پرې وکړې، خو یو شمېر نورو بیا د هغې ملاتړ کړی او پرې نیوکه کوونکي یې ګرم بللي. پر مېرمن چینوی اعتراض کوونکو کې خبریال علي معین نوازش هم شامل و.

نوموړي د مېرمن شرمین غبرګون د 'د خندا وړ ' بللی او زیاتوي 'نور به څه کېږي ایا له چا قلم غوښتل به هم ځورونه بلل کېږي او ایا تر درېیو ثانیو پورې یو چا ته کتل به هم ځورونه بلل کېږي؟؟؟ '

نوموړي دغه راز ادعا کړې، چې پر فېسبوک د ملګرتیا پر غوښتنه اعتراض کول د ځورونې له اصلي قربانیانو پام بل لور ته اړوي.

دغه ژورنالیست پر مېرمن چینوی تور پورې کړی، چې 'پاکستان یې شرمولی ' دی. ښاغلي نوازش وروسته ادعا کړې، چې د همدي ټویټر پیغامونو له کبله ډاکټر له دندې شړل شوی دی.

د انځور حقوق Sharmeen Obaid / Twitter
د انځور حقوق Sharmeen Obaid / Twitter
د انځور حقوق Sharmeen Obaid / Twitter

وروسته رپوټونو کې وویل شول، چې دغه ډاکټر د کراچۍ له اغا خان پوهنتون روغتونه شړل شوی او د پېښې په تړاو یوه څېړنه پیل شوې ده.

پر مېرمن شرمین له دې مخکې هم له پاکستان سره د 'خیانت ' تورونه پورې شوي دي.

شرمین عبید ته جایزه د هغو مستندو فلمونو له کبله ورکړل شوې وه، چې پاکستان کې یې د پت په نامه د وژنو او دغه راز پر مېرمنو د تېزابو شېندلو په تړاو جوړې کړې دي.

د نوموړې له تازه ټویټر پیغامونو سره هغه پخوانۍ نیوکې بیا تازه شوې، چې پرلپسې په نړیواله کچه د پاکستان تصویر خرابولو تورونه پرې لګېدلي وو.


یو شمېر پاکستانیانو ویلي، نوموړې 'په ناسمه کورنۍ کې د بې لارې ښځې ' متل رښتیا کړی او پر هغې یې د اشراف زادۍ نوم ایښی دی. خو مېرمن شرمین وايي هدف یې دا څرګندول دي، چې 'زما د کورنۍ ښځه زړوره ده ' او په وینا یې دا د امتیاز یا زور څرګندونه نه ده.

بل لور ته د ځینو ورځپاڼو په لیکنو او خواله رسنیو کې یو شمېر پاکستانیانو د مېرمن چینوی ستاینه کړې ده. لیکواله بینا شاه هم له دغو کسانو ده. هغې بي بي سي ته وویل پر مېرمن چینوی شویو نیوکو نه ده حیرانه کړې:

'هر څوک چې غواړي د 'نارینه سالارۍ ' پر ضد د مبارزې هڅه وکړي، له سخت غبرګون سره به مخامخ کېږي '


ځینو پاکستانیانو پر خواله رسنیو د مېرمن شرمین تصویرونه خپاره کړي، چې له بهرنیو ممثلینو سره یې اخیستي او دوی دغه نامناسبه چاره بللې.

د انځور حقوق Hamza Ali Abbasi / Twitter

مېرمن شرمین ویلي، ناپېژانده کسان له دې هم د انلاین ملګرتیا غوښتنه کوي، خو په وینا یې دغه ډاکټر یې له خوره 'شخصي ' پوښتنې کړې، د هغې پر انلاین تصویرونو یې کمنټ لیکلي او د ملګرتیا غوښتنه یې ورته استولې، چې په وینا یې دا د ډاکټر او ناروغ تر منځ د بارو فضا زیانمنوي.

د انځور حقوق Hashmanis Hospital / Facebook

د پاکستاني ډاکټرانو او غاښونو ډاکټرانو ادارې بي بي سي ته خپله تګلاره ښوولې، چې که څه هم د خواله رسنیو یاددونه په کې نه ده شوې، خو په څرګنده ښيي، چې د ناروغانو له خپلوانو سره یا خپله له ناروغ سره د هېڅ ډول احساساتي نژدیوالي یا جنسي اړیکو لپاره باید له مسلکي دریځ نه کار وانخیستل شي.

که څه هم په دغه پېښه کې د ښکېل ډاکټر نوم نه دی یاد شوی، خو ویل کېږي، چې یوه بل روغتون د دندې وړاندیز ورته کړی دی.