"پاکستانۍ ناوې ۱۵ کسانو ته شېدو کې زهر ورکړي"

پولیس وايي، زهرجنې شیدې وروسته په شړومبو کې ګډې شوې، چې ټولې کورنۍ څښلې دي. د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption پولیس وايي، زهرجنې شیدې وروسته په شړومبو کې ګډې شوې، چې ټولې کورنۍ څښلې دي.

یوه نوې واده شوې پاکستانۍ ناوې له هغه وروسته په وژنه تورنه شوې، چې د ميړه په ګډون یې ۱۵ کسان د زهرجنو شېدو څښلو له کبله مړه شول.

ځايي پولیسو ویلي، اسیه بي بي نومې دغې ناوې د خپل میړه لپاره په شېدو کې زهر ګډ کړي وو، خو وروسته دغه زهرجنې شېدې له شړومبو سره یو ځای شوې، چې ټولې کورنۍ څښلې وې.

پولیس وايي دغه ښځه تېر سپتمبر کې په زور واده ته مجبوره شوې وه.

د پاکستان په کلیوالو سیمو کې په ځانګړې توګه دغه ډول ودونه ډېر غیرعادي کار نه بلل کېږي. د مظفر ګړه نومې سیمې دغې ناوې په اړه ویل کېږي، چې د میړه له کوره یې د تېښتې ناکامه هڅه کړې وه.

د پولیسو یوه لوړپوړي افسر اویس احمد تایید کړې، چې اسیه بي بي رسماً په وژنه تورنه شوې ده.

مظفرګړ پولیسو بي بي سي اردو ته ویلي، چې پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي او اته نور ژوندي پاتې دي، خو د نژدې ملتان ښار په روغتون کې بستري شوي دي.

ځانګړی: د عرب شیخانو کم عمره هندۍ ناوې

'ډېرې پاکستانۍ ځوانې نجونې د تي پر سرطان اخته کېږي'

پاکستانۍ ماډله قندیل بلوچ 'خپل ورور وژلې'

شړومبې لومړی ځل د تېرې پنجشنبې پر ورځ څښل شوې وې او لومړي سر کې اته کسان وژل شوي، چې وروسته یو په بل پسې نور کسان مړه شول او د وژل شویو کسانو شمېر ډېر شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځايي پولیسو ویلي، اسیه بي بي نومې دغې ناوې د خپل میړه لپاره په شېدو کې زهر ګډ کړي وو

پولیس افسر اویس احمد ویلي د وژل شویو کسانو له کیمیاويي ارزونې وروسته به د زهرو هغه ډول معلوم شي، چې دغه پېښه کې کاروول شوي دي.

د نوموړي په وینا پېښه کې ټول نیول شوي کسانو د ترهګرۍ ضد قانون له مخې نیول شوي دي. نوموړي ویلي:

''موږ دغه ماده په لومړي سر کې ځکه شاملوو، چې له دغسې جرمونو د ځايي خلکو مخنیو وکړو او وروسته محکمې معمولاً دغه مادې له قضیو نه لرې کوي. ''