مانوس ټاپو کې د کډوالو احتجاج
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مانوس ټاپو کې د کډوالو احتجاج

هغه کډوال چې د اسټراليا حکومت يې پاپوا نوې ګيني کې ساتي، د پنډغالي دننه يې ځانونه بند کړي، او د بندولو پر وړاندې یې قانوني عمل پيل کړی دی. له خپلې خاورې بهر د کډوالو لپاره د اسټراليا د حکومت دا مرکز ټاکل شوې وه نن وتړل شي. مانوس ټاپو کې دغه پنډغالی يو له هغو دوو دی چې اسټراليا کې د پناغوښتونکو د ساتنې لپاره کارول کېږي. پناغوښتونکي وايي د پنډغالي تړل يې له بشري حقونو سرغړونه ده.