نیویارک کې اته کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

نیویارک د انځور حقوق TWITTER OF @JOSHDCAPLAN

د امریکا متحدو ایالتونو نیویارک ښار کې لږ تر لږه اته کسان هغه مهال وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي چې یوه چلوونکي د بایسکلونو په ځانګړې لار کې روان خلک په ګاډي ووهل.

له ګاډي یو ۲۹ کلن سړی له کچه ټوپک سره کوز شوی چې سملاسي پولیسو ویشتلی او نیولی دی.

ویل کېږي د نوموړي نوم سیفولوسیپوف دی او پر ۲۰۱۰ کال امریکا ته تللی دی.

د ځینې رپوټونو له مخې نوموړی په اصل کې د ازبکستان دی او اوس په فلوریډا یالت کې اوسېده.

د نیویارک د پولیسو کشر جیمز اونیل وايي، دغه کس اجاره شوې پیکپه په ډېر واټن سره د باسیکل سپرو او پلیو پر لار وځغلوله:

"خلک یې لاندې کړل او بلاخره د ښوونځي له بس سره ټکر شوه، ودرېده، په بس کې هم دوه لویان او دوه ماشومان ټپيان شول".

نوموړی وايي، د پولیسو په ډزو بریدګر هم سخت ټپي شوی، خو ژوند دی.

امنیتي سرچنیو امریکايي تلوېزون سي بي اېس نیوز ته ویلي، له ګاډي داسې پیغام ترلاسه شوی چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې نښه ور کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا پېښه غندي او په ټوېټ کې وايي:

"موږ به په منځني ختیځ او نورو سیمو کې د داعش له ماتولو وروسته دې ډلې ته اجازه ور نه کړو چې بیا را ستون شي یا زموږ هېواد ته را شي".

پولیس وايي له هغو رپوټونو وروسته یې دغه سړی نیولی دی، چې کوز منهاټن سیمه کې د پېښې رپوټ ورکړل شو.

د انځور حقوق Reuters

دوی له خلکو غوښتي، چې سیمې ته له ورتګه ډډه وکړي، ځکه په وینا یې دغه سیمه کې پراخې بېړنۍ چارې روانې دي.

امریکايي پولیسو دا یوه ترهګریزه پېښه بللې او وايي فدرالي څارګره اداره ایف بي ای یې په تړاو پلټنه کوي.

د نیویارک ښاروال بېل ډي پلاسیو وايي، دا ترهګریزه پېښه وه او موخه یې د بې ګنا خلکو وژل و.

د یوه عیني شاهد له قوله چې د اي بي سي ټلویزیون اووم چینل په رپوټ کې ایوګیني بلل شوی ویل شوي، چې وايي یو سپین پک اپ ډوله ګاډی یې ولید چې لویدیځې لویې لارې ته نژدې د بایسکلونو پر لاره کې په خورا ډېر سرعت سره پر خلکو ورغی.

نوموړي دغه راز ویلي، اته یا لس ډزې یې هم اورېدلې دي.

د منهاټن بریدګر څوک و؟

د انځور حقوق CBS
Image caption د بریدګر انځور چې ۲۰۱۶ کال کې اخیستل شوی دی.

امریکايي چارواکو او ځايي رسنیو ویلي، د نیویارک ښار منهاټن سیمه کې د موټر خېژولو برید کوونکی چې لږترلږه اته کسان یې ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل، نیوجرسي کې اوسېږي او موټر چلوي.

سرچینې وايي، دا سړی سیفولو سیپوف نومېږي، چې وړاندې اوهایو او فلوریډا ایالتونو کې هم اوسېدلی.

رپوټونه وايي، سیپوف د ۱۹۸۸ کال فبرورۍ میاشت کې زیږېدلی، له ازبکستانه له تېرو اوو کلونو راهیسې کډوال شوی دی.

تر برید وروسته او خپل موټر پرېښودو وروسته پولیسو پر ۲۹ کلن سیپوف ډزې وکړې او هغه یې ونیو.

امریکايي چارواکي وايي، سیپوف د امریکا تابعیت نه لري.

فلوریډا کې یو ازبکس کډوال چې سیپوف یې لیدلی، وايي هغه په یوه شرکت کې موټروان و.

ټایمز ورځپاڼې ته کوبلیجان متکاروف ویلي: " سیپوف د لیدو پرمهال ښه سړی ښکارېده، له امریکا سره یې مینه وه، تل به خوشحاله و او ارام ژوند یې کاوه."

ځینې رپوټونه وايي، سیپوف د موټر چلونې د قانون ځینې سرغړونې درلودې.