"افغان طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمه پراخه کړې"

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار د پروني رپوټ په اړه لیکنه کړې چې پکې ویل شوي، وسله والو طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې تر خپل کنترول لاندې سیمه پراخه کړې ده.

د سیګار په رپوټ کې ویل شوي د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان ۱۱ سلنه خاوره د طالبانو تر کنترول لاندې وه، یا دوی پکې نفوذ درلود.

خو د تېر اګست په میاشت کې دا سلنه ۱۳ ته پورته شوې ده.

دا په دې معنا ده چې کابو ۷ لکه اضافي وګړي اوس د ا فغانستان په داسې سیمو کې ژوند کوي چې هلته وسله والو طالبان واکمن دي او یا هم پکې نفوذ لري.

نیویارک ټایمز وایي، سره له دې چې امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د پراخولو ژمنه کړې، د سیګار وروستی رپوټ څرګندوي چې په دې هېواد کې امنیتي وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی دی.

ورځپاڼه لیکي چې دا رپوټ یو ځل بیا د افغان وسله والو ځواکونو د وړتیا په اړه پوښتنې را پورته کوي او دا حقیقت دی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسي، افغان ځواکونه د وسله والو مخالفانو په ځپلو او د بشپړ امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلي.

ورځپاڼه وایي د سیګار په وروستي رپوټ کې نوې خبره دا ده چې په لومړي ځل د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر، د جګړې پر مهال د دوی د مرګ ژوبلې او د تجهیزاتو په اړه حساس مالومات پکې نه دي خپاره شوي.

واشنګټن اېکزمېنر:

د (واشنګټن اېکزمېنر) مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د پرمختګ نښې نښانۍ کمې دي او د بیا رغونې چارې ډېرې ورو روانې دي، خو له دې حالت سره سره امریکا بیا هم باید هیله منه و اوسي.

دا یوه سیاسي مجله ده چې په اوونۍ کې یو ځل پر انټرنېټ خپرېږي او پر سیاسي مسلو لیکنې او شننې خپروي.

مجله هم په خپله لیکنه کې د سیګار پروني رپوټ ته په اشارې سره وایي چې په افغانستان کې امنیتي او سیاسي ستونزې ډېرې دي، خو ور سره ځینو هغو مثبتو ټکو ته هم اشاره کوي چې د سیګار په وروستي رپوټ کې یاد شوي.

د بېلګې په توګه مجله وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغان پولیسو او د ملي اردو د ځواکونو په شمېر کې هم ښکاره ډېروالی راغلی دی.

دویم مثبته خبره دا یادوي چې د روان کال له جنورۍ تر سپتمبر میاشتې د امریکایي ځواکونو پوځي فعالیت هم ډېر شوی دی.

مجله وایي یوه نښه یې دا ده چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په دې تېرو څو میاشتو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد د امریکا هوایي بریدونه ډېر شوي دي.

مجله وایي په اقتصادي ډګر کې هم د ښه والي نښې شته دي او افغان حکومت توانېدلی دی چې د مالیې د راټولولو چاره تر یو بریده اصلاح کړي او له همدې کبله د افغانستان په کورنیو عوایدو کې هم یو څه ډېروالی راغلی دی.

ایکسپرېس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان د پوځ لوی درستیز.

او د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه لیکي چې د دې هېواد د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوا ښایي په نږدې راتلونکي کې ایران ته په رسمي سفر لاړ شي.

ورځپانه لیکي چې پاکستان غواړي له ایران او سعودي عربستان سره په خپلو اړیکو کې انډول وساتي او د دې سفر موخه به همدا وي چې پر دوه اړخیزو اړیکو او ګډو اندېښنو خبرې وشي.

ورځپاڼه لیکي، تېره ورځ په اسلام اباد کې د ایران سفیر په راولپنډۍ کې د پاکستاني پوځ مرکزي قرارګاه ته ورغلی و او له پوځي مشرانو سره یې کتنه کړې وه.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو خواو د سیمې پر امنیت او د ګډې پولې د څار پر مېکانیزم خبرې وکړې.

ایکسپرېس ټریبیون لیکي چې ایران د پاکستان په دې پرېکړه خوښ نه و چې د سعودي عربستان په مشرۍ په هغه ټلواله کې شامل شو چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جګړه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر به تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې ایراني چارواکو ته ډاډ ورکوي چې په یاده ټلواله کې د پاکستان ګډون، یوازې په سیمه کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دی.