د نیویارک بریدګر د درېیو ماشومانو پلار دی

د منهاټن بریدګر سیفولو سیپوف د انځور حقوق ST CHARLES COUNTY POLICE DEPT
Image caption ټایمز ورځپاڼې ته کوبلیجان متکاروف ویلي: "سیپوف د لیدو پرمهال ښه سړی ښکارېده، له امریکا سره یې مینه وه، تل به خوشحاله و او ارام ژوند یې کاوه."

امریکايي پولیسو ویلي، هغه مشکوک سړی، چې د امریکا نیویارک کې یې لاروي تر ګاډي لاندې کړل، د اسلامي دولت نومې ډلې ' داعش ' ډلې له افکارو متاثر و.

چارواکو او ځايي رسنیو ویلي، د نیویارک ښار منهاټن سیمه کې د موټر خېژولو برید کوونکی چې لږترلږه اته کسان یې ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل، نیوجرسي کې اوسېده او موټر یې چلاوه.

سرچینې وايي، دا سړی سیف الله سیپوف نومېږي، چې وړاندې اوهایو او فلوریډا ایالتونو کې هم اوسېدلی.

تر برید وروسته او خپل موټر پرېښودو وروسته پولیسو پر ۲۹ کلن سیپوف ډزې وکړې او هغه یې ونیو.

سیف الله سایپوف د ۱۹۸۸ کال فبرورۍ کې زېږېدلی.

د امریکا تابعیت له تر لاسه کولو وروسته نوموړی نیوجرسي او فلوریډا ایالتونو کې اوسېده. امریکا مېشتي ازبیک لیکوال او مذهبي کارکوونکي میراخمت مومنوف بي بي سي ته ویلي، سیف الله درې ماشومان لري.

د نوموړي په وینا امریکا ته له راتلو وروسته سیف الله د انټرنېټ له لارې سخت دریځۍ ته ولمسېد. نوموړي اوهایو کې له سیف الله سره لیدلي وو.

نوموړی وايي سیف الله ډېرې زده کړې نه وې کړې. امریکا ته له راتلو مخکې یې د قران شریف په هکله هم معلومات لږ وو. امریکا ته له راتلو وروسته هم لومړي سر کې یو عام سړی و.

مومنوف وايي، سیف الله له خپلو خلکو لرې کېده او د یوه چلوونکي په توګه د کار نه موندلو له کبله هم غوسه کېده: د خپل سخت فکر له کبله به یې له ځايي ازبیکو سره تاوده بحثونه کول او وروسته فلورېډا ته لاړ چې بیا زما هم ورسره اړیکه پرې شوه.

ښاغلی مومنوف وايي، نژدې ۷۰ زره ازبیکان امریکا کې اوسي، چې ډېر یې نیویارک کې دي. د نیویارک ټایمز رپوټ کې ویل شوي، چې امریکا ته له تلو وروسته سیف الله په انګلیسي نه پوهېده او هڅه یې کوله د لارۍ یا اوبر چلوونکی شي. پروسږکال د یوې ترافیکي مخالفې له کبله نوموړی نیول شوی و.

د واشنګټن پوسټ رپوټ کې ویل شوي، چې سیف الله ښايي ژوندی پاتې شي او پولیس به یې له هدفونو خبر شي. رپوټ زیاتوي په دغه پېښه کې په ظاهره داسې ښکاري، چې نوموړی یوازې و او (مخامخ) لارښوونه ورته نه کېده.

د نیویارک والي اندریو کومو هم ورته خبره کړې. نوموړی وايي په ظاهره د کوم لوی برید ثبوتونه نه دي موندل شوي. نورو رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړي له ګاډي د کوزېدو پر مهال 'الله اکبر) ناره وکړه.

د ازبکستان کورنیو چارو وزارت هڅه کوي، معلومه کړي، چې ایا رښتیا هم سیف الله ازبیک توکمه دی او که نه. که دا ثابته شي، چې نوموړی ازبیک توکمه دی، دی به لومړی کس نه وي، چې امریکا کې پرې د ترهګرۍ پېښه کې د ښکېلتیا تور پورې کېږي.

تېره میاشت یوه بل ازبیک توکمه سړي ته د ترهګریزو بریدونو او پخواني ولسمشر باراک اوباما د وژلو پلان چمتو کولو له کبله د ۱۵ کلن زندان سزا ورکړل شوې.

نیویارک کې اته کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

فلوریډا کې یو ازبکس کډوال چې سیپوف یې لیدلی، وايي هغه په یوه شرکت کې موټروان و.

ټایمز ورځپاڼې ته کوبلیجان متکاروف ویلي: " سیپوف د لیدو پرمهال ښه سړی ښکارېده، له امریکا سره یې مینه وه، تل به خوشحاله و او ارام ژوند یې کاوه."

ځینې رپوټونه وايي، سیپوف د موټر چلونې د قانون ځینې سرغړونې درلودې.

اړونده مطالب

ورته مطالب