د بالیووډ لوبغاړی نوازالدین خپل ژوند لیک بېرته ټولوي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption نوازالدین صدیقي او فیلمي لوبغاړې نهاریکا سینګ

د هندي سینما نامتو لوبغاړي "نوازالدین صدیقي" پر خپاره کړي لانجمن ژوندلیک نیوکې په زیاتېدو دي او هغه اړ شوی خپل ژوند لیک بېرته را ټول کړي.

پر نوموړي نیوکه ده چې د خپل ژوندلیک د خپرولو پر مهال یې له هغه ښځو اجازه نه ده اخیستې له کومو سره یې چې پخپل ژوندلیک کې د شخصي اړیکو د لرلو ادعا کړې ده.

د ښاغلي صدیقي په (این ارډینري لایو) نومې ژوندلیک کې د لیکوال له خوا د فیلمي لوبغاړې نهاریکا سینګ او څو نورو ښځو شخصي اړیکو ته اشارې شوې دي.

نهاریکا سینګ د ښاغلي صدیقي د ژوندلیک په اړه ویلي، هغه څه صدیقي لیکلي، زه یې په اړه هیڅ خبره نه یم او له ما سره پرې اډو مشوره نه ده شوې.

نوازالدین صدیقي د خپل خپاره کړي ژوندلیک په سبب پر خواله رسنیو بخښنه غوښتې او پر فیسباکه او ټوېټرپاڼه یې لیکلي:

" زه له هر هغه کس څخه بخښنه غواړم، چې احساسات یې زما د ژوندلیک (این ارډینري لایو) له امله زیانمن شوي او ما هم د خپل کتاب بېرته راټولولو پرېکړه کړې ده."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نوازالدین صدیقي د بالیووډ سینما له استعداد لرونکو او نوښتګرو لوبغاړو دی.

نوموړي پخپل پیغام کې د هیڅ هغې ښځې نوم نه دی اخیستی د کومو د شخصي اړیکو په اړه چې په کتاب کې یادونه کړې ده.

نوازالدین صدیقي پخپل ژوندلیک کې د یوې بلې ښځې نوم هم یاد کړی او هغه یې خپله لومړنۍ 'معشوقه' نومولې ده.

۴۳ کلن صدیقي د دې ښځې په اړه لیکلي، هغې ځکه له ما سره اړیکه پرې کړه چې ما په فیلمي نړۍ کې د کار کولو لپاره هلې ځلې کولې.

هغې ښځې په غبرګون کې ښاغلي صدیقي پر (ښکرورو دروغ) ویلو تورن کړی او لیکلي یې دي:

"ما د دې لپاره پرېنښودې چې غریب وې، بلکې د دې لپاره مې پرېښودې چې فکر دې غریب و."

نوازالدین صدیقي د بالیووډ سینما له استعداد لرونکو او نوښتګرو لوبغاړو دی.

نوموړي د (کینګز اف واسیع پور) او (لینچ باکس) په څېر فیلمونه تولید کړي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب