په ډزو ودول؛ د افغان پېغلو د بې وسۍ کیسه

.

په افغانستان کې د ډزو په زور د نجونو ودولو دود په ورکېدو دی، خو لاهم په هغو سیمو کې شته چې د قانون لاس نه ور رسېږي.

د ډزو په مټ په زور د نجلۍ ودولو لاره دا ده چې د نجلۍ د کور مخې ته ډزې کېږي او نجلۍ نوره د ډزه کوونکي دعوه ګیره انګېرل کېږي.

د ډزو په زور د نجونو ودول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه بڼه ګڼل کېږي‎.

د ښځو د حقونو پلویانو او په ځینو سیمو کې قومي مشرانو د دې دود د له منځه وړلو پر وړاندې هلې ځلې پیل کړې دي.

یو کس چې موږ یې په دې رپوټ کې د طاووس په نامه یادوو، نه غوښتل چې لور یې له وراره سره واده شي.

د ریبارانو مرکې یې څو ځله رد کړې، خو ریباران په شا نه شول او د زور لار یې ونیوله:

"ماښام مهال و راغی ډزې یې وکړې او غږ یې وکړ چې د پلاني لور زما شوه. موږ ورپسې ووتلو، خو هغه په تېښته بریالی شو."

له طاووس سره زما د خبرو پر مهال د کوټې په کونج کې د هغه لور هم، چې نیم مخ یې په تور پړوني پټ و، ناسته وه.

سترګو یې د راتلونکي نامعلوم برخیلک او ناهیلو کیسه کوله.

پلار یې له هغې سره د خبرو ثبتولو اجازه رانه کړه، خو د خپلې لور د برخلیک په اړه یې ویل:

"کله چې په نجلۍ ډزې وشوې، نو هغه بیا هغه کس ته چې ډزې یې کړي، نه ور کوو. د تره زوی ته یې په نکاح کوو که نه د پلار په کور به سر سپینوي. "

Image caption طاووس له دې وېرې چې ډزه کوونکی به یې د شپې لور وتښتوي، هره شپه پیره کوي

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل ‎، که هغه سړی چې پر نجلۍ یې ډزې یې کړي، په زور وغواړي نجلۍ نکاح کړي، نو د نجلۍ کورنۍ ته به د بدو په توګه دوه برابره ولور او یوه نجلۍ په بدل کې ور کوي.

طاووس د ډزه کوونکي له خوا په زوره د لور تښتولو له وېرې د شپې تر ناوخته پیره کوي:

" چې ورته مې وویل لور نه در کوم، نو باید منلې یې وای، داسې خو به یې کله هم را څخه واده نه کړي. له دې وېرې چې لور به مې د شپې په زوره یوسي، د شپې تر ناوخته ویښ یم. "

مور یې د غږ د نه خپریدو په شرط راته وویل د لور راتلونکې ته اندیښمنه ده، ځکه یوه بله خپلوانه یې هم له همداسې برخلیک سره مخامخ شوې او همداسې د پلار په کور پاتې ده.

د نجونو د کورونو مخې ته د ډزو دود د افغانستان په یوې سیمه پورې تړلی نه دی.

بي بي سي له کابو لس هغو ښځو سره خبرې وکړې چې ډزې پرې شوې وې، خبرې وکړې.

د ټولو برخلیک او درد یو و، د پلار په کور ناستې وې او نه یې غوښتل چې غږ یې خپور شي.

د ډزو نا بریالي ودونه

د هغو ښځو ژوند هم چې په پېغلتوب کې پرې ډزې شوي او بیا ډزه کوونکي ته واده شوي، له ستونزو خالي نه دی.

د کابل په ختیځ کې د هغو ۳۰ سپین ږیزو او ځوانانو قومي جرګې ته ورغلي وو چې په ډزو کې د نجونو ور کولو دود یې ناوړه باله او د مخینوي پر لارو چارو یې خبرې کولې.

د دوی د راټولېدو پلمه په سیمه کې د ډزو یوه ورستۍ پېښه وه.

Image caption قومي مشر ملک ولي خان احمدزی

څلور میاشتې وړاندې یوه زور واکي د یوې نجلۍ کور مخې ته ډزې وکړې او کورنۍ یې مجبوره شوې چې هماغه کس ته یې کوژده کړي.

ځايي قومي مشر ولي خان احمدزی وايي، د ډزو په زور د نجونو ودول د ډېرې مینې او خوښې له امله نه وي، بلکې شخصي او قومي تربګنۍ او سیالۍ هم په لاملونو کې راځي:

"کله چې د نجلۍ غوښتلو پسې ورشي، کورنۍ یې ورته شخصي، قومي او نور غوره توبونه مخې ته کېږدي، نجلۍ غوښتونکی مجبوره شي ډزې وکړي. "

د ښاغلي احمدزي په خبره، داسې پیښې تر ډیره په مرګونو او تل پاتې دښمنیو بدلیږي.

د ډزو مخنیوي بریالۍ هڅۍ

د افغانستان په ځینو سیمو کې د ډزو په زور د نجلۍ ودولو د مخنیوي هڅې شوي چې تر ډېره یې پایلې بریالۍ راوتلي دي.

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ یو قومي مشر ملک ظهور وايي، پر نجلۍ یې د ډزو کول دود بابیزه کړی دی:

"د ننګرهار په شورو خېلو کې پر نجلۍ ډزې وشوې، بیا مشرانو پرېکړه وکړه چې د ډزه کوونکي کور دې وسوځول شي، موږ یې کور ونه سوځاوه خو هغه نجلۍ مو هم ور نه کړه. "

Image caption قومي مشر ملک ظهور

په ننګرهار کې د بشري حقونو کمیسون مشره صبرینا حمیدي وايي، د کلتوري ستونزو له امله ډیرې پېښې دوی یا عدلي او قضایي ارګانونو ته نه ور رسېږي. د هغې په خبرې څلور یا پنځه کاله وړاندې یې د ډزو دوه پېښې ثبت کړي دي:

"پر یوه ۱۲ کلنه نجلۍ ډزې شوې وې او د بلې ۱۸ کلنې نجلۍ کورنۍ ته ګواښونه کېدل، خو موږ د دولت له لارې د هغوی ستونزه هواره کړه. "

د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو فعالان وايي، تر هغه چې ټولنه د ناوړو دودونو د له منځه وړلو هڅه ونه کړي، ، د طاووس د لور غوندې به یې برخلیک د نورو په لاس او تر عمره به یې د ډزو غږ په ذهن کې انګازې کوي.

Image caption په ننګرهار کې د بشري حقونو کمیسون مشره صبرینا حمیدي

اړونده مطالب

ورته مطالب