د پاکستان پوځ که د "جینۍ ورور"؟

ټویټر د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر ټولنیزو شبکو د "جینۍ ورور" اصطلاح ته ان هشټګ جوړ شوی.

له تېرې ورځې راهیسې په پاکستان کې پر خواله رسنیو د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو لپاره اوس د "جينۍ ورور " ټکی کارېږي. لامل یې په دغه هېواد کې پر یوه خبریال برید دی چې چارواکو یې پړه د "یوې نجلۍ پر ورور "اچولې ده.

د ټولنیزو شبکو کاروونکي لیکي د جینۍ داسې ورور، چې د هغه خور ته لا کتلي نه وي او دى درباندې برید کوي.

د اسلام اباد په زړه کې د تېرې جمعې پر ورځ نامالومه کسانو په یوه ځايي خبریال احمد نوراني برید وکړ او هغه يې د چړو په ګوزارونو ټپي کړ. ډېری روڼ اندو د دې برید تور د پاکستان پر پوځ او څارګرې ادارې پورې کاوه.

خو وروسته ځايي پولیسو د خبریال احمد نوراني د پېښې په تړاو پرمختګ کې ادعا وکړه، چې د ښاغلي نوراني له یوې جينۍ سره اړیکې وې او د هغې جينۍ ورور پر ښاغلي نوراني د چړو ګوزارونه وکړل.

اوس پر خواله رسنیو د پاکستاني پوځ او استخباراتو لپاره "د جينۍ د ورور " هشټګ کارېږي او ډېری فعالانو په همدې هشټک کې خپل نظرونه لیکلي.

د اسلام اباد يوه بل خبریال عمر چيمه پر خپل ټيوټر لیکلي: "زما تر تښتوونې وروسته يې زما پر ضد هم ورته تور پورې کړی و، چې د یوې جينۍ کیسه ده او هغه جینۍ به ژر خبري کنفرانس وکړي ". ښاغلی چیمه زیاتوي، "خو کومې جینۍ بیا کله هم خبري کنفرانس جوړ نه کړ. "

تردې وړاندې په پاکستان کې تر ډېره د څارګرو ادارو لپاره د "نامالومو کسانو " ټکی کارېده، خو له تېري ورځې راهیسې دغه ټکی د "جینۍ پر ورور " بدل شوی دی.

د نوید اصغر په نامه د ټوېټر یوه پاکستاني فعال "د جينۍ ورور " په هشټک کې لیکلي: "خدای احمد نوراني ته نوی ژوند ورکړ. نامالومه کسانو، یا "د جينۍ ورور " زورور خلک دي او د جنایت کارانو اصلي ډله همدوی دي ".

د انځور حقوق Twitter

پښتون لیکوال او څېړونکی ډاکتر محمد تقي پر خپل ټيوټر لیکلي: "د جينۍ وروڼه په روزګار دي او که تقاعد شوي، ټول نن خواله رسنیو ته ناست دي او اوس به يو یا دوه کسان نور وتښتوي او یا به يې ووژني ".

د انځور حقوق Twitter

نوید اصغر لیکي: "خدای دې احمد نوراني ته نوی ژوند ورکړي، ناپېژاندو کسانو یا د نجلۍ ورور، ته په رښتیا هم د چا لاس نه ور رسېږي. اصلي مافیا خو همدوی دي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې یو شمېر فعالان تښتوول شوي، چې هم يې دغه فعالان او هم نور روڼ اندي د دې ذمه واره د پاکستان پوځ یا څارګرې ادارې بولي.

خو د پاکستان پوځ او څارگرو ادارو تل په دغه راز پېښو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

اړونده مطالب