'نامعلوم کس له ۴۰ د ډېرو ښځو کمڅۍ پرې کړې'

یوه کشمېرۍ ښځه وايي بې خبرۍ کې یې کمڅۍ غوڅه شوې د انځور حقوق Abid Bhat

د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې یوه ښځه تسلیمه نسرین وايي، د کور یوه خونه کې یې د یوه سړي سیوری ولید. مېرمن نسرین وايي دغه سړي پرې حمله وکړه، تر ستوني ونیوه او بې هوښه شوه. د نوموړې میړه ویلي، مېرمن یې داسې حال کې بې هوښه پرته ولیده، چې د سر یو څه ویښته یې پرې شوي ول.

له تېرې سپتمبر میاشتې راهیسې کشمېر کې دغه ډول ۴۰ پېښې شوې دي. دغه حالت په سیمه کې وېره، تره خپره کړې او د څه مودې لپاره له همدې کبله ځايي تعلیمي ادارې هم تړل شوې وې. هند کې له دې مخکې هم دغه ډول پېښې شوې دي. په هریانه او راجستان ایالتونو کې د دغه ډول نژدې ۵۰ پېښو رپوټونه پولیسو سره ثبت شوي وو.

تسلیمه رووف د کوڅۍ له پرې کېدو وروسته ژاړي د انځور حقوق Abid Bhat
Image caption تسلیمه رووف د کوڅۍ له پرې کېدو وروسته ژاړي

کشمېر کې له دې کبله مظاهرې شوې او بېلتونپالو او امنیتي ځواکونو پر یوه بل دغو پېښو کې د لاس لرلو ترونه پورې کړي دي. ډېرو ښځو ویلي، دوی وهل شوې، بې هوښه شوې او کله چې بېرته په سد شوې دي، ویښته یې پرې شوي وو.

یوه ښځه چې وايي کمڅۍ یې پرې کړل شوې د انځور حقوق Abid Bhat

ځینو ښځو ویلي، بریدګر مخ پټ کړی و. دغه مېرمن نه غواړي وپېژندل شي، خو له خپلو پرې شویو سر وېښتو سره تصویر اخیستو ته چمتو شوې. نوموړې وايي، ګهیځ وختي پرې له کوره بهر برید وشو او د سرو زرو امیل یې هم وتروړل شو.

یو شمېر کشمیرۍ ښځې احتجاج کوي د انځور حقوق Abid Bhat
Image caption یو شمېر کشمیرۍ ښځې احتجاج کوي

ځايي واکمن ګوند پي ډي پي او ډيلي کې واکمن ګوند بي جي پي پر بېلتون پالو د ښځو کمڅۍ پرې کولو تور پورې کړی دی. دوی وايي:

''بيلتون پالي غواړي د سولې او ثبات ګډوډولو لپاره دغه نوی تکتیک وکارووي. ''

مدني فعال احسن انټو مظاهره کړې او دغه چاره یې د کشمېریو ښځو سپکاوی بللی د انځور حقوق Abid Bhat
Image caption مدني فعال احسن انټو مظاهره کړې او دغه چاره یې د کشمېریو ښځو سپکاوی بللی

یوه ځايي مدني فعال احسن انټو مظاهره کړې او دغه چاره یې د کشمېریو ښځو سپکاوی بللی دی. د حکومت مخالف سیاسي ګوند نېشنل کانګریس د 'خوېندو، مېندو او لوڼو په خوندیتوب ' کې دا د حکومت ناکامي بللې.

پولیسو پر مظاهره کوونکو د اوښکې بهوونکي ګاز ګوزارونه کړي د انځور حقوق Abid Bhat
Image caption پولیسو پر مظاهره کوونکو د اوښکې بهوونکي ګاز ګوزارونه کړي

د دغو پېښو له کبله کشمیر کې مظاهرې هم شوې دي. حکومت وايي، د بریدګر نیولو لپاره یې ځانګړې ډله ګومارلې ده. حکومت وايي د بریدګر نیوونکي ته به شپږ سوه زره هندۍ روپۍ انعام ورکړي.

بل لور ته بیلتون پالو تور پورې کړی، چې له هنده د کشمیر خپلواکي غوښتونکو ډارولو لپاره حکومت د دغه ډول بریدونو پلان جوړ کړی دی.

یو شمېر ځوانان لارو کوڅو کې ګزمه کوي د انځور حقوق Abid Bhat

ځايي ځوانانو د بریدګر مخنیوي لپاره د ګزمې ډلې جوړې کړې دي. دوی پر یوه اویا کلن سپین ږیري د بریدګر ګومان کړی او په وهلو ټکولو یې وژلی دی. سرینګر کې یو برتانوی او د شپږو نورو هېوادونو سیلانیان هم ګواښل شوي دي.

پر وسیم احمد د بریدګر شکونه شوي او سخت وهل ټکول شوی دی د انځور حقوق Abid Bhat
Image caption پر وسیم احمد د بریدګر شکونه شوي او سخت وهل ټکول شوی دی

پر وسیم احمد هم د بریدګر شک شوی او بې دریغه وهل ټکول شوی دی. نوموړی وايي، خلکو غوښتل ژوندی یې وسوځي، خو پولیسو ژغورلی دی.

یوه سړي کور کې امنیتي کمرې لګولې دي. د انځور حقوق Abid Bhat

یوه ځايي اوسېدونکي ویلي، درېیو ورځو کې یې دوه ځله د ږنور کمڅۍ پرې شوې او له دې کبله یې کور کې امنیتي کمرې (سي سي ټي وي) لګولې.

عابد بټ د سرینګر اوسېدونکی عکاس دی.