د مېرمنې له اجازې پرته بل واده کوونکی زنداني شو

ناوې د انځور حقوق BEHROUZ MEHRI/GETTYIMAGES

د پاکستان پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور کې یوې محکمې ثاقب سهیل نومي یوه سړي ته له دې کبله د شپږ میاشتې زندان سزا ورکړې او دوه سوه زره روپۍ یې جریمه کړی دی، چې له لومړۍ مېرمنې یې اجازه نه وه اخیستې او دویم واده یې کړی و.

محکمې ته د نوموړي سړي مېرمنې عایشه خلیل عریضه کړې وه. نوموړې ویلي و ۲۰۱۳ کال کې یې واده وشو او د لور له زېږېدو وروسته یې د میړه چلند کې بدلون راغی او په خبره یې وروسته به نژدې هره ورځ میړه وهله، ټکوله.

عریضه کې دا هم ویل شوي، چې وروسته معلومه شوه، ثاقب سهیل له روبینه نومې ښځې سره ۲۰۱۱ کال کې نکاح کړې وه، خو له دې سره یې د واده پر مهال ویل چې مجرد دی.

عایشه خلیل وايي وروسته ورته معلومه شوه، چې مېړه یې د لاهور شاهدره سیمه کې یوه بله مېرمن هم لري.

د پاکستان لاهور کې د ناوې فېشن اونۍ

"پاکستانۍ ناوې ۱۵ کسانو ته شېدو کې زهر ورکړي"

'ډېرې پاکستانۍ ځوانې نجونې د تي پر سرطان اخته کېږي'

عایشه خلیل د ۲۰۱۶ کال اپریل کې محکمې ته عریضه کړې وه او له محکمې یې غوښتي و، چې مېړه یې له اجازې پرته بل واده کړی دی او له دې کبله باید د هغه بل واده ناقانونه وبلل شي.

محکمې د ثبوتونو او شاهدانو له څرګندونو وروسته ثاقب سهیل د شپږو میاشتو لپاره زندان ته لېږلی او دوه سوه زره روپۍ یې جریمه کړی دی.

اړونده مطالب