پروان: چاودنه کې اته کسان وژل شوي

ولایت پروان در شمال کابل از ولایت‌های امن افغانستان محسوب می‌شود

پروان ولایت کې ځايي سرچینو ویلي، د تېلو په یوه ټانکر پورې د غوټه شوي مقناطیسي بم چاودنې له کبله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

د پروان امنیې قومندان جنرال زمان محمود زي بي بي سي ته ویلي، پېښه کې وژل شوي کسان یوه بس ګاډي کې ناست مساپر وو، چې د افغانستان له شماله کابل ته پر لاره وو.

جنرال محمود زی وايي، له چاودنې وروسته د بس چلوونکي هڅه کړې، چې د ټانکر له څنګه ګاډی تېر کړي، خو په وینا یې ګاډي یې اور اخیستی.

د پروان امنیې قومندان په وینا د ۱۰ ټپیانو روغتیايي حالت ښه نه دی او د درملنې لپاره کابل ته لېږل شوي دي. تر اوسه کومې ډلې نه دي ویلي، چې چاودنه دوی کړي.