د سوریې پلازمېنې د مشق کې سلګونه ماشومان خوارځواکي شوي
د سوریې پلازمېنې د مشق کې سلګونه ماشومان خوارځواکي شوي
ملګرو ملتونو، هغه بشري ناورین چې د دمشق په ختيځو څنډو کې يې نژدې ۴۰۰ زره خلک اغېزمن کړي، د غوسې وړ حالت بللی دی.
د دمشق په ختيځ کې، غوطه د سوريې پلازمېنې وروستۍ داسې سيمه ده چې لا هم، حکومت کلابنده کړې ده.
پوځي بريدونه پکې ډېر شوي، او دا څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې وويل، هلته ۱۲ سوه ماشومان خوار ځواکي دي.
په دې راپور کې ښايي ځينې برخې تاسې ته زړه بوږنوونکي وي.