د بریتانیا دفاع وزیر استعفا کړې، ځکه چې "کړنې یې د پوځ د مشرۍ له معیار سره برابرې نه وې"

مايكل فالن د انځور حقوق AFP
Image caption مایکل فالن لومړۍ وزیرې ټیرېزا مې ته په خپل استعفالیک کې ویلي په وروستیو ورځو کې د ده په ګډون د پارلمان پر ځینو غړو تور لګیدلی چې په تېر کې یې سم چلند نه دی

د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالن د تېرو وختونو په تړاو تورونو له کبله له خپلې دندې استعفا کړې ده. نوموړي ویلي، ښايي په تېر کې د هغه ځینې کړنې د بریتانیا د وسله والو ځواکونو د مشرۍ له اټکلي معیار سره برابرې نه وې.

مایکل فالن لومړۍ وزیرې ټیرېزا مې ته په خپل استعفالیک کې ویلي په وروستیو ورځو کې د ده په ګډون د پارلمان پر ځینو غړو تور لګیدلی چې په تېر کې یې سم چلند نه دی، خو دی وايي د دغو تورونو ډیره برخه واقعیت نه لري خو دا مني چې په تېر کې یې کړه وړه له هغو معیارونو سره برابر نه و چې د وسله والو ځواکونو لپاره ټاکل شوي دي.

د برتانیا په حکومت کې وزیران په ورته وخت کې په پارلمان کې د اړونده ټاکنیزې حوزې استازولي هم کوي.

لومړۍ وزیرې ټیریزا مې د ښاغلي فالن د دغه ګام ستاینه کړې.

هغه پېښه چې له امله یې د دفاع وزیر له خپلې څوکۍ تېر شو پنځلس کاله وړاندې شوې وه، د ښاغلي فالن ویاند ومنله چې په یوه مېلمستیا کې نوموړي د جولیان هارټلي بروور په نوم د یوې خبریالې له خوا وروسته له هغه سخت غبرګون سره مخامخ شو چې د هغې پر زنګون یې لاس ایښې و، خو همغه وخت یې سمد لاسه له هغې بښنه غوښتې وه.

خو جولیا د مایل فالن پر استعفا خواشینې ښودلې ده.

دا وايي که هغه د دې لپاره استعفا کړې وي چې پنځلس کاله وړاندې یې زما په زنګانه لاس لګولی و، نو دا په تاریخ کې د استعفا تر ټولو بې معنی لامل وي. خو زه هیله لرم چې دا د هغه د استعفا لامل وي. زه فکر کوم موږ له هغو ستونزو د سترګو پټولو له امله له لوی خطر سره مخامخ یو چې ښځې او نارینه په کار ځای کې ورسره لاس او ګریوان دي چېرته چې دوی په رښتیا هم زورول کیږي.

په دې وروستیو کې د برتانیا پارلمان ځینو کارکوونکو شکایت وکړ چې د زورونو له امله ددوی شکایتونه له پامه غورځول کیږي، د دې په پایله کې لومړۍ وزیرې ټیریزا مې غوښتنه وکړه چې دې قضیې ته باید ژر پام وشي.