ټرمپ د سیف الله سیپوف اعدامول غوښتي

ازبکستانی سیپوف په رسمي توګه د اتو کسانو د وژلو او ګڼو نورو ټپي کولو په تور مجرم پېژندل شوی د انځور حقوق ST CHARLES COUNTY POLICE DEPT
Image caption ازبکستانی سیپوف په رسمي توګه د اتو کسانو د وژلو او ګڼو نورو ټپي کولو په تور مجرم پېژندل شوی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ منهاټن کې پر پلي خلکو د موټر وروستونکي ازبکستاني تورن بریدګر سیف الله سیپوف د اعدامولو غوښتنه کړې ده. په برید کې لږترلږه اته کسان ووژل شول.

ټرمپ ۲۹ کلن سیپوف "ترهګر" بللی دی.

سیپوف چې له برید وروسته د پولیسو په ډزو له ټپي کېدا او نیول کېدو وروسته روغتون ته وړل شوی، څېړونکو ته ویلي د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د وېډیوګانو په لیدو دغه برید ته وهڅول شو او له یوه کال راهیسې یې دغه برید ته چمتووالی نیوه.

ټرمپ په خپل یوه ټویټ کې ویلي: "د نیویارک ترهګر هغه مهال ډېر خوشحاله و چې د روغتون په خونه کې یې د اسلامي دولت ډلې د بیرغ ځړولو غوښتنه کوله، هغه اته کسان وژلي او ۱۲ نور یې سخت ټپیان کړي، باید د اعدام سزا ورکړل شي."

نیویارک کې اته کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

پر سیپوف د لوېدیځې ترهګرې ډلې، په تېره بیا اسلامي دولت (داعش) ډلې ته د مادي مرستو او سرچینو چمتو کولو تورونه لګول شوي.

په منهاټن کې د قضیې یوه اړوند چارواکي جان کیم ویلي: "د لومړي تور اړوند تر ټولو لویه سزا عمري بند کېدای شي، خو که دویم تور پرې ثابت شيو سیپوف اعدامېدای هم شي او حکومت یې اعدامول وغواړي."

جیم وايي، ښايي پر سیپوف نور تورونه هم ولګول شي.

د منهاټن له برید وروسته ټرمپ د امریکا خاورې ته د بهرنیانو د داخلېدو د سرحدونو ټینګې څارنې په تړاو لارښوونې وکړې.

د نیویارک والي انډري کومو یوې خبري غونډې ته وویل، داسې شواهد شته چې بریدګر دا برید په یوازې سر کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption په برید کې اته کسان ووژل شول

د نیویارک بریدګر د درېیو ماشومانو پلار دی

په امریکا کې اوسېدونکي ازبکستاني بلاګ لیکونکي او فعال میر احمد مامینوف ویلي، سیپوف واده کړی او درې بچیان لري، هغه امریکا ته له رسېدو وروسته د سخت دریځو له افکارو تر اغېزمنېدو وروسته یې دښمنانه فکر ډېر شوی.

دی وايي: "هغه دلته له رسېدو وړاندې په قرآن ډېر نه پوهېده، په پیل کې یو عادي سړی و، خو ډېر وخت یې د موټرچلوونکي دندې له پیدا کېدا وړاندې ګوښه والی غوره باله او له ازبکستاني وګړو یې ځان لیرې ساته، همدا وو چې غوسه او کرکه یې په ډېرېدو شوه."

"د سخت دریځو افکارو پربنسټ به یې له خپلو هېوادوالو سره لانجمن بحثونه کول، همدا وو چې فلوریډا ته ولېږدېده او له هماغه راهیسې مو اړیکي ورسره غوڅ شول."

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، سیپوف امریکا ته له رسېدو وروسته په انګلیسي ژبه یوڅه پوهېده او د موټر چلوونکي دندې موندلو په هڅه کې وو.

سیف الله سایپوف د ۱۹۸۸ کال فبرورۍ کې زېږېدلی.

د امریکا تابعیت له تر لاسه کولو وروسته نوموړی نیوجرسي او فلوریډا ایالتونو کې اوسېده. امریکا مېشتي ازبیک لیکوال او مذهبي کارکوونکي میراخمت مومنوف بي بي سي ته ویلي، سیف الله درې ماشومان لري.

د نوموړي په وینا امریکا ته له راتلو وروسته سیف الله د انټرنېټ له لارې سخت دریځۍ ته ولمسېد. نوموړي اوهایو کې له سیف الله سره لیدلي وو.

ورته مطالب