د امریکا کولوراډو یوه پلورنځي کې ډزو ۳ کسان وژلي

د ولمرټ خرڅلاوځي کارکوونکي له ډزو وروسته د وتلو په حال کې دي د انځور حقوق Reuters
Image caption د ولمرټ پلورنځي کارکوونکي له ډزو وروسته د وتلو په حال کې دي

د امریکا کولوراډو ایالت ډنفر ښار پولیسو ویلي، د ولمرټ پلورنځي د ننه ډزو لږترلږه درې کسان وژلي دي.

د ډنفر شمال ختیځ تورنټون پولیسو پر ټویټر لیکلي: "په پېښه کې د دوو کسانو وژنه تایید شوې، یوه ښځه هم لګېدلې چې روغتون ته تر رسولو وروسته مړه شوې."

پولیسو وړاندې پېښه کې د مرګ ژوبلې اوښتو او د پېښې له ځایه د خلکود لیرې ګرځېدو سپارښتنه کړې وه.

سیمه ییزو تلوېزیونونو د پېښې انځورونه خپاره کړي دي.

دا پېښه څو اونۍ وروسته تر هغې پېښې شوې چې لاس ویګاس کې یوه کس لږترلږه ۵۸ کسان په ډزو ووژل.

ټرمپ د منهاټن ازبکستاني بریدګر اعدامول غوښتي

نیویارک کې اته کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

دا د امریکا په تاریخ کې په ډزو د وژنو تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

تر ټولو تازه پېښه وړمه ورځ د امریکا نیویارک منهاټن کې وه، چې یوه ازبکستاني پر پلي خلکو موټر وروست او اته کسان یې ووژل.

د امریکا د یوې څېړنې له مخې، امریکا هر کال په ډزو د وژنو د ۳۳ زره پېښو شاهده ده.

ورته مطالب