د اسامه خاطرې: بریتانیا له اخلاقي پلوه کمزوررې ټولنه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا څارګرې ادارې د اسامه له کوره سلګونه زره سندونه تر لاسه کړې دي.

برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي، د امریکا د استخباراتي ادارې د القاعده ډلې د پخواني مشر له کوره د تر لاسه شویو اسنادو له ډلې یوه هم د هغه د خاطرو کتابچه ده.

ورځپاڼه زیاتوي هغه په خپلو خاطرو کې لیکي، تنکی ځوان و چې بریتانیا ته تللی ، خو دغه ټولنه چې د سعودي له ټولنې سره یې ډیر توپیر درلود، د ده خوښه نه شوه.

دی وایي، دغه ټولنه له اخلاقي پلوه کمزورې ټولنه وه. په یادښتونو کې هغه لیکلي چې ده په بریتانیا کې لس اونۍ تېرې کړې او په دې موده کې یې د مشهور انګلیسي لیکوال شکسپیر کور هم ولیده خو د دغه هېواد کلتور او دود یې خوښ نه شو.

ورځپاڼه زیاتوي (سي‌ای‌اې) اسلام اباد ته څېرمه په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن له کور څلور سوه او اویا زره اسناد تر لاسه کړي دي.

بن لادن د ۲۰۱۱ کال په مۍ میاشت کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په یوه برید کې ووژل شو او بیا یې مړی د امریکايي چارواکو د وینا له مخې په سمندر کې وغورځول شو.

د القاعده د مشر له کوره د ترلاسه شویو اسنادو په اړه د وینا پرمهال د سي ای اې مشر ویلي، اسناد ښيي چې له ایران سره یېهم اړیکي وې، داسې وخت هم و چې ایران له القاعده سره همکاري کوله.

ایکانومیکس ټایمز ورځپاڼه

هندۍ ورځپاڼه ایکانومیکس ټایمز لیکي، له افغانستان سره د هند د مرستو لومړۍ برخه غنم چابهار ته پرون ورسیدل.

او په پام کې ده چې د غنمو بله پيره د سمندر له لارې په راتلونکو څو میاشتو کې ورسیږي.

ورځپاڼه لیکي د چابهار بندر په فعالیدو سره به د افغانستان، هند او ایران ترمنځ سوداګري پراخه شي.

ورځپاڼه زیاتوي ددغه بندر بل ارزښت دادی چې په پریمانه انرژۍ لرونکې ولایت سیستان کې موقعیت لري.

ایکسپریس ټریبیون

پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپریس ټریبیون لیکي د ایران او پاکستان د منځنۍ کچې چارواکو د افغانستان په اړه یوه نارسمي غونډه کې د سولې پر هڅو ټینګار وکړ.

ورځپاڼه زیاتوي په دغې غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د څانګې مسوول کوله.

له غونډې وروسته په ګډ بیان کې ویل شوي دواړو لوریو د افغانستان په مشرۍ د باور وړ سیاسي بهیر د بیا پيل غوښتنه کړې چې د افغانستان کشاله په دایمې توګه هواره شي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه

هندۍ ورځپاڼه هندوستان ټایمز لیکي په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وايي امریکا به داسې پاکستان هیڅکله ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي ځای ورکوي.

ورځپاڼه زیاتوي میرمني هیلي چې د امریکا او هند ملګرتیا په اړه یوې غونډې ته وینا کوله وویل، د امریکا لوی مصلحت دادی چې په سیمه کې هغه ځالې ړنګې کړي چې امریکا ګواښي او د ترهګرو لاس ته د اتومي وسلو د لویدلو خطر له مخې لرې کړي. هغې ویلي هېواد یې د دغه هدف تر لاسه کولو لپاره په اقتصادي او امنیتي برخو کې له هند سره ملګرتیا ته سترګې پر لار ده.

د هغې په وینا امریکا په افغانستان کې د هند د لا ډېرې مرستې په تېره بیا په اقتصادي او پرمختیايي برخو کې همکارۍ ته په تمه ده.

انډیپنډینټ ورځپاڼه

انډیپنډینټ ورځپاڼه لیکي هغه ماشومان چې له یوې په زیاتې ژبو خبرې کوي تر نورو ډیره وړتیا لري.

ورځپاڼې دغه څرګندونې د یوې نوې تر سره شوې څېړنې له مخې کړې دي.