سي ای اې د بن لادن د زوی د واده وېډیو خپره کړې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سي ای اې د اسامه د زوی د واده وېډیو خپره کړې

د امریکا د سي ای اې له خوا د القاعدې شبکې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن له کمپیوټره ترلاسه شوې وېډیو خپره شوې چې د بن لادن د زوی حمزه بن لادن د واده مراسم پکې ښودل کېږي.

سي ای اې وايي د اسامه اړوند کابو نیم میلیون فایلونه یې خپاره کړي دي. وړاندې یوازې د حمزه د ماشومتوب وېډیو خپره شوې وه.

دغه وېډیو لرونکی کمپیوټر په ۲۰۱۱ کال د پاکستان ابټ اباد کې د اسامه د اوسېدو پر ځای د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ترلاسه شوی.