"امریکا پاکستان ته د درې ډوله شلو ډلو نوملړ سپارلی"

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډونلډ ټرمپ د نوې افغان ستراتیژۍ له امله پر پاکستان ډېر شوی دی.

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان لیکي ډيپلوماټیکو سرچینو ورته ویلي چې امریکا پاکستان ته د شلو ترهګرو ډلو لست سپارلی.

دا هغه ډلې دي چې ګواکې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د دولت پرضد وسله وال فعالیت کوي.

رپوټ زیاتوي په نوملړ کې درې ډوله ډلې دي. یو یې هغه ډله ده چې په افغانستان کې بریدونه کوي، دویم هغه ډلې دي چې په پاکستان کې بریدونه کوي او دریم هغه ډلې دي چې په کشمیر کې د هند پرضد فعالیت کوي.

د ورځپاڼې د رپوټ له مخې حقاني شبکه د دې نوملړ په سر کې ځای لري، هغه ډله چې امریکا وايي په قبایلي سیمو کې مرکزونه لري.

بله مهمه ډله چې په دې نوملړ کې شامله ده هغه د حرکت المجاهدین ډله چې امریکا وايي له القاعده سره تړاو لري.

بله ډله د جیش محمد یاده شوې ده چې په کشمیر کې د هند پرضد فعاله ده، دغه راز جندالله، د پاکستاني طالبانو او لشکر طیبه ډلې په دغه نوملړ کې شامل دي.

پاکستان ټوډې:

پاکستان ټوډې ورځپاڼې په یوه مطلب کې د افغانستان، هند او امریکا د اړیکو نوي پړاو ته کتنه کړې او لیکوال یې زیاتوي دغه اړیکي پر پاکستان په درې برخو کې اغیز لرلی شي.

لومړی دا چې پر پاکستان به ستراتیژیک فشار زیات شي، پر پاکستان به کړۍ تنګه شي نور وخت به ور نه کړل شي او غوراوي به یې هم محدود وي.

بل اغیز به یې دا وي چې د پاکستان تکیه پر چین لا ډیره شي او په دویم قدم به یې تکیه د دفاعي اړیتاوو د پوره کولو لپاره پر روسیې وي.

لیکوال وايي پاکستان په دې وضعیت کې په دوه وو کې را ګېر دی یوې خوا د امریکا فشار بل خوا دوښمن هېواد هند، نو د خلاصون یوازینۍ لار دا ده چې پاکستان خپلو کورنیو چارو ته پام وکړي، بشري او ټولنیزې پرمختیا ته مخه کړي، اداري فساد سره مبارزه وکړي اوپه ټولنه کې ترهګري او زور زیاتی ختم کړي.

پولیټیکو امریکايي خپرونه لیکي د امریکا د ملي امنیت مشارو مک مسټر غواړي د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي دفتر له بهرنیو چارو وزارته سپینې ماڼۍ ته ولیږدوي.

خپرونه زیاتوي له دې ښکاري چې سپینه ماڼۍ غواړي د افغانستان او پاکستان اړوند چارې په خپله او له نږدې وڅاري.

اوس د ځانګړي استازي دفتر فعال نه دی خو په پام کې ده چې دغه دفتر د پولیټیکو په وینا بیا په سپينه ماڼۍ کې فعال شي.

خپرونه پر دغه دنده د یوه نوي کس د ګومارلو خبره هم کوي او زیاتوي چې یو یې افغاني الاصله امریکایی زلمی خلیلزاد دی.

زلمي خلیلزاد په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي او سفیر په توګه دندې تر سره کړې دي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې افغان کډوال.

نیویارک ټایمز لیکي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو مسوول د نړۍ په مشرانو او د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا چې تر ټولو پياوړی ارګان ګڼل کیږي نیوکې کړې چې په بیلابیلو سیمو کې د هغو شخړو په مخنیوي کې پاتې راغلې چې نږدې شپږ شپیته میلیونه کسان یې د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې د فیلیبو ګرانډې د وینا له مخې په ۲۰۰۹ کال کې دغه شمېره ۴۲ ملیونه وه.

د ده په وینا د بې ځایه شویو او کډوالو د شمیر زیاتوالی د نړۍ په کچه د کمزورې همکارۍ او د شخړو په مخنیوي کې د پاتې راتلو نښې دي.

ده ټینګار کړی چې د دغې ستونزې حل یوازې د امنیت په ټینګیدو، دشخړو په هوارید او د سولې په رامنځته کیدو شونی دی.

ده ویلي هېوادونو د متضادو ګټو د تامین لپاره د خبرو او ډیپلوماسۍ پرځای نیابتي جګړو ته مخه کړې ده.

ده د افغان کډوالو کړاو ته اشاره کړې ده او زیاتوي چې نږدې څلویښت کاله کیږي چې افغانان کډوال دي او لا یې هم دوه میلیونه په ایران او پاکستان کې د کډوالۍ بدې ورځې تیروي.