د سوریې پوځ "داعش له وروستي مرکزه هم وایست"

د انځور حقوق AFP

د سوریې دولتي تلوېزون وايي، د دغه هېواد دولتي ځواکونو په دیر الزور ښار کې داعښ له خپل وروستي مرکز وباسه.

د سوریې په ختیځ کې دا مرکز د داعش وروستۍ اډه بلل کېږي.

سوریه وايي، "دا ټول ښار یې له ترهګرۍ ازاد کړی دی".

رپوټونه وايي، د سوریې پوځ او ملګري یې په دغه سیمه کې د داعش له وروستیو خنډونو سره مخ دي.

د دیرالزور ډېره برخه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د داعش په لاس کې وه.

داعش ته یې په دې ستراتیژیک اهمیت درلود چې له عراق سره نږدې و.

په برتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارډله هم وايي، چې د دغه هېواد دولتي ځواکونو له څو اونۍ نښتو وروسته پر دیرالزور بشپړه ولکه کړې ده.

په سوریه کې داعش ته یواځې دیرالازور ولایت ور پاتې و.

میاشت مخکې د امریکا په ملاتړ ایتلافي ځواکونو دا ډله له رقه ښار هم و اېستله.

رقه په سوریه کې د داعش اصلي مرکز او پلازمېنه وه.

اړونده مطالب