د پاکستان بنسټ ایښودونکي محمدعلي جناح یوازینۍ لور دینا واډیا ومړه

دینا واډیا د انځور حقوق AFP
Image caption دینا واډیا له خپل پلار محمد علي جناح او ترور فاطمه جناح سره

د پاکستان د بنسټ ایښودونکي محمد علي جناح یواځینی اولاد، چې لور وه په نیویارک کې په خپل کور کې د اته نوي کلو په عمر مړه شوه. دینا وادیا چې ۱۹۱۹ کال کې په لندن کې زېږېدلې وه ډېر عمر یې د هند په ممبۍ او امریکا کې تېر کړی او پاکستان ته تش دوه ځله تللې، یو ځل د خپل پلار په جنازه کې د ګډون له پاره.

د هغې د ژوندانه څېړونکي وایي چې غمجن کوچنیوالی یې درلود، مور یې رتني بايي هغه مهال ومړه، چې دینا ایله نهه کلنه وه او څه ژوند یې له خپلې انا سره تېر کړی دی.

دینا واډیا له پلار سره اختلافونه درلودل او د هغه په څېر یې له یوه نامسلمان سره واده کړی و.

هند کې د بي بي سي پخواني خبریال اندریو وایټ هیډ چې نژدې اووه کاله مخکې یې نیویارک کې له دینا سره مرکه کړې وايي، هغې پر جناح د خپل ویاړ په تړاو راته وویل چې هو، له نویل واډیا سره چې اورپالونکي 'زردشتي ' او وروسته یې عیسوي مذهب خپل کړ، د واده کولو له کبله هغه سره شخړه شوې وه، خو وايي، وروسته روغه جوړه وشوه او یوه بل سره مو خبرې کولې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دینا واډیا د پلار جنازې کې د ګډون لپاره یو ځل پاکستان ته تللې وه

نوموړې ویلي کله چې د هند هغه مهال مسلم لیګ ګوند د پاکستان غوښتنه ومنل شوه، پلار مې له ډیلي نه ټیلیفون کې راته وویل 'موږ تر لاسه کړ '

نوموړې هېڅکله هغه هېواد کې اوسېدو ته زړه ښه نه کړ، چې پلار یې جوړ کړی و، خو یو ځل د پلار جنازې کې د ګډون لپاره او بیا د ترور فاطمه جناح سره د لیدو لپاره پاکستان ته تللې وه او د ښاغلي وایټ هېډ په وینا د هند ممبۍ 'هغه مهال بمبۍ ' ښار یې خپل کور باله.

د پاکستان موسس محمد علي جناح کور کې چاودنه شوې

پاکستان د خپلواکۍ ۶۷ کلیزه ولمانځله

دینا ویلي و، بینظیر بوټو او یو شمېر نورو پاکستاني مشرانو ورته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې وه، خو په وینا یې تل یې انکار کړی، ځکه د هغې په وینا نه غواړي د یو سمبول په توګه وکاروول شي. نوموړې دغه راز شکایت کړی و، چې مشرانو هېواد چور کړ او په وینا یې مسلمانو هېوادونو کې ولسواکۍ وده نه ده کړې.

د انځور حقوق NATIONAL ARCHIVES ISLAMABAD

ښاغلی وایټ هېډ وايي له هغې سره زما له لیدنې وروسته هغه کراچۍ ته لاړه د پلار قبر ته ورغله او ورسره د کرېکټ دیپلوماسۍ برخه وه.

۲۰۰۴ کال کې د هند کرېکټ ملي لوبډله له ۱۴ کلن ځنډ وروسته د سیالیو لپاره پاکستان لاړه او هغه مهال دینا واډیا هم له هنده پاکستان ته تلونکو شخصیتونو کې شامله وه. شهریارخان په خپل کتاب 'کرېکټ کالډرن ' کې کاږي، چې دینا واډیا نه غوښتل د هغه سفر پر مهال پاکستان ته د حکومتي میلمنې په حیث لاړه شي.