د امريکا او چين ترمنځ د ځواک زياتېدونکې سيالۍ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امريکا او چين ترمنځ د ځواک زياتېدونکې سيالۍ

ولسمشر ټرمپ اسيا ته د خپل لومړي سفر تابيا کوي. دی مخکې له دې چې د يکشنبې/اتوار پر ورځ جاپان ته ورسېږي، لومړی هاوای ته ځي. بيا جنوبي کوريا ته روانېږي، او ورپسې به بېجينګ، او بيا ويتنام ته ځي، او د دې اسيايي سفر د پای تمځای به یې فيليپين وي. د ولسمشر ټرمپ دا سفر به تر ډېره د شمالي کوريا اتومي پروګرام پر سر پر راپورته شوې شخړې او لانجو راغونډ وي.