د طالبانو له بنده خوشی شوی امریکایی پوځي نه زنداني کېږي

بوبرګدال د انځور حقوق Reuters
Image caption د پوځي محکمې د دغې پرېکړې له مخې به ۳۱ کلن ډلګۍ مشر له کوم رسمي درناوي پرته ګوښه شي

امریکايی پوځي بوبرګډال، چې ۲۰۰۹ کال کې افغانستان له خپلې پوستې د تېښتې مجرم پېژندل شوی، اوس د یوې پوځې محکمې له پرېکړې سره سم زندان ته نه لېږل کېږي.

د پوځي محکمې د دغې پرېکړې له مخې به ۳۱ کلن ډلګۍ مشر له کوم رسمي درناوي پرته ګوښه شي، رتبه به یې شخصي ته ټيټه شي او تنخواه به له لاسه ورکړي.

څارنوالانو افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خطر سره مخامخ کولو په تړاو غوښتي وو، چې نوموړی باید ۱۴ کاله په زندان کې تېر کړي. نوموړی له خپلې پوستې له وتلو وروسته پنځه کاله د طالبانو په بند کې تېر کړي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې نوموړي ته ورکړل شوې سزا (بشپړ شرم) بللی.

نوموړي پرلپسې برګډال یو 'خاین ' بللی او د اوباما واکمنۍ مهال دغه تبادله یې غندلې، چې له مخې یې دغه امریکايي پوځي خوشی شوی و.

افغانستان کې تښتېدلی امریکايی پوځي له پوځي محاکمې سره مخامخ

د امریکايي سرتېري د خوشي کېدو وېډیو خپره شوه

کله چې تېره میاشت برګدال رسماً له دښمنه د تېښتې او له پوځه د منحرف کېدو مجرم وپېژندل شو، ګومان کېده د عمري زندان سزا به ورکړل شي. د نوموړي وکیل ایوګیني فیدیل خبریالانو ته وویل:

''نوموړي د خپل ژوند نژدې یوه لسیزه بایلوده. ''

د نوموړي په وینا برګدال اوس خوښ دی، چې 'وحشتناک مصیبت ' یې اوس پای ته رسېدلی.

د څارنوالانو له لوري میجر جستین اوشانا محکمې ته ویلي، چې د برګدال لټون لړ کې نور امریکايي پوځیان ټبیان شوي دي.

خو مدافع وکیل نینا بانکس وویل، کله چې نوموړی له خپلې پوستې وتلی و، د شخصیت اختلال یا اسکیزوټایپال ناروغي یې نه وه تشخیص شوې. پوځي برګدال ویلي، ځکه پکتیکا ولایت کې له خپلې پوستې وتلی و، چې په ډلګۍ کې د شته ستونزو په اړه معلومات برالا کړي.

هغه پوځي څېړونکي چې له امریکا راتلو وروسته یې د برګدال په اړه څېړنه کړې امریکايي چارواکو ته ویلي، فکر نه کوي چې هغه د نورې سزا مستحق و.

نوموړی وايي 'د ویتنام له جګړې وروسته د یوه امریکايي جنګي زنداني په توګه برګدال د طالبانو بند کې تر ټولو ناوړه چلند ګاللی دی. '

د دوشنبې پر ورځ برګدال له هغو پوځیانو بښنه وغوښته چې د ده د لټون پر مهال ټپیان شوي. شمالي کارولینا کې نوموړي محکمې ته وویل:

''ما یوه خطرناکه تېروتنه کړې او وايي 'یوازې دا ویل، چې بښنه غواړم، بسنه نه کوي. '

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شېنن الین مېړه د برګدال لټون پر مهال پر سر ویشتل شوی و

افغان حکومت د امریکا هغې معاملې ته قهرجن غبرګون ښوولی و، چې له مخې یې له طالبانو سره بندي پوځي بو برګدال له ګوانتنامو زندانه د پینځو لوړپوړو طالبانو په بدل کې خوشې شوی و. هغه پینځه طالب بندیان د قطر حکومت ته سپارل شوي وو.

افغان حکومت هغه مهال ویلي و، یوه درېم هېواد ته د بندیانو سپارل د نړیوال قانون خلاف کار دی.

برګدال ویلي له لنډې تېښتې وروسته طالبانو په یوه پنجره کې ایسار کړی و. نوموړی وايي لږ خواړه، اوبه ورکول کېدل او اړ ایستل کېده، چې د سرونو غوڅولو ویډیويي کلیپونه وګوري. برګدال ۲۰۱۴ کال کې د بندیانو یوې تبادلې پایله کې خوشی شوی و.

برګدال د ۲۰۰۹م کال د جنوري وروستیو کې طالبانو نیولی و.