د ترکیې له پولې سره د ایران اته سرتېري ووژل شول

د انځور حقوق Tasnim

د ایران په لوېدیځ اذربایجان ولایت کې چارواکي وايي، د دغه هېواد اته پوله ساتي په چالدران کې ووژل شول.

چالدران له ترکیې سره پولې ته نږدې سیمه ده.

د لوېدیځ اذربایجان د والي سیاسي او امنیتی مرستیال علیرضا رادفر له میهر خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، له "ترهګرو" سره د سرحدي ځواکونو جګړه اوس هم روانه ده.

د ایران دولتي رسنۍ صدا و سیما وايي، د چالدران د سرحدي کنډک سرتېري په "وسلوالو اشرارو" پسې و چې ووژل شول.

د ایران رسنیو په دې تړاو نور څه نه دي ویلي، خو د امنیتي چارواکو له خولې زیاتوي چې څو "وسلوال اشرار" هم په نښته کې وژل شوي دي.

ایران تر ډېره "ترهګر او اشرار" هغو سني او کورد وسلوالو ته کاروي چې د دغه هېواد د حکومت پرضد جنګېږي.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.