ډونلډ ټرمپ ختیځې اسیا ته په ۱۱ ورځني سفر وتلی

له ښاغلي ټرمپ سره په دې سفر کې د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ هم ملګرې ده د انځور حقوق AFP
Image caption له ښاغلي ټرمپ سره په دې سفر کې د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ هم ملګرې ده

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه اسیا ته تر ټولو اوږد سفر پیل کړی. د هغه د سفر لومړی تمځی توکیو او وروستی هغه یې فیلیپین ښودل شوی.

جاپان او جنوبي کوریا ته د ټرمپ سفر داسې مهال پیل شوی، چې د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ په تېرو څو میاشتو کې ترینګلتیا وروستي برید ته رسېدلې ده چې د احتمالي اتونمي جګړې پيلېدو په اړه یې د ګڼو نړیوالو مشرانو اندېښنې هم ډېرې کړې دي.

په همدې بنسټ، اټکل دی چې ښاغلی ټرمپ به د جاپان او جنوبي کوریا د سفر پرمهال له امریکا ددغو هېوادونو د ملاتړ ترڅنګ د شمالي کوریا د ګواښونو پروړاندې ددې دواړو هېوادونو پر نورې همکارۍ هم ټينګار وکړي.

که څه هم په پام کې نه ده چې ټرمپ دې د جنرال جیمز مټیس په څېر چې څو ورځې وړاندې جنوبي کوریا ته تللی و، د دواړو کوریاګانو پرپوله نا پوځي سیمې (ډي ایم زي) ته ورشي، خو ویل کېږي چې د امریکا ولسمشر به د سیول په جنوب کې د امریکا پوځي اډې ته ورشي.

سعودي عربستان ته د ډونلډ ټرمپ سفر

شمالي کوریا: د پټ دولت نهه حقیقتونه

د امریکا ولسمشر د جمعې په مازدیګر له خپلې مېرمنې ملانیا سره له واشنګټن نه هاوايي ته والوت، په پام کې ده له جاپان وروسته هغه جنوبي کوریا او بیا چین ته ولاړ شي او له چینايي ولسمشر شي جین پینګ سره هم لیده کاته ولري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډونلډ ټرمپ له امریکا نه د وتلو پرمهال هاوايي کې د تمېدو پرمهال له امیر البحر هیري هیریس سره هم وکتل

په ویتنام کې به ولسمشر ټرمپ د اسیا د اقتصاي همکارۍ سازمان ـ پسفیک (آپک) د مشرانو غونډه کې هم ګډون وکړي.

نوموړی به د خپل سفر وروستي تمځي فیلیپین ته په وروستۍ ورځ ولاړ شي او مانیلا کې هم د اسیان غونډه کې برخه واخلي.

د امریکا ولسمشر په وروستي ځل د ۱۹۹۱ کال اسیا ته اوږد سفر کړی و، هغه مهال جورج ډبلیو بوش ختيځې اسیا ته تللی و او جاپان کې د یوې نندارې پرمهال بې هوښه شو.


ختیځې اسیا ته د ټرمپ د سفر مهالوېش

  • یکشنبه، نومبر ۵مه: جاپان. له لومړي وزیر شینزو ابې سره لیده لیدنه
  • سې شنبې، نومبر ۷مه: جنوبي کوریا. سیول کې له ولسمشر جایې مون سره ددغه هېواد له مشرانو سره خبرې وکړي.
  • چارشنبه، نومبر ۸مه: چین. له ولسمشر ي جین پینګ سره لیدنه.
  • جمعه، نومبر ۱۰مه: ویتنام. دانانګ کې د اپک سرمشریزه کې ګډون (د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې لیدنه هم احتمالي ده).
  • شنبه، نومبر ۱۱مه: ویتنام. هانوي ته سفر کې له ولسمشر تران دای ګوانګ او نورو ویتنامي مشرانو سره کتنه.
  • یکشنبه، نومبر ۱۲مه: فیلیپین. اسیان ناسته کې ګډون او له ځینو مشرانو سره لیدنه.
  • دوشنبه، نومبر ۱۳مه: اسیان ناسته کې له مشرانو سره کتنه.

ورته مطالب